د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې ۸۸ ملکیان وژلي او ۱۳۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وايي، طالبانو یادو کسانو ته د ۷۸۱ تحرکاتو پر مهال چې په تېرو دوو اوونیو کې یې کړي، مرګژوبله اړولې ده.
د نوموړي په وینا، د طالبانو په بریدونو او چاودنو کې چې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې شوي، ډېری مرګژوبله په کندهار او غزني کې ملکي وګړیو ته اوښتې ده.
یاد وزارت زیاتوي، د ملکیانو په نښه کول د ټولو انساني، دیني، اخلاقي او جګړهییزو نورمونو خلاف کار دی چې په وینا یې، طالبانو تل دغه نورمونه په پام کې نه دي نیولي.
طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.