کندهاريانو ته د هراتيانو د ۱۰ ټنه انګورو ډالۍ؛ د کندهار والي: انارو ته په تمه اوسئ

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند سلاموطندار ته وویل، د هرات له خوا دغه ولایت سره د لس ټنه انګورو ډالۍ هرکلی کوي او دغه ډول ډالۍ به هراتیان او کندهاریان سره نږدې کړي.

څرګند وايي، د دواړو ولایتونو د ښاروالیانو ترمنځ دغسې یو تړون تېرکال په همدې موخه لاسلیک شوی و.

نوموړی، له هراتیانو ډېره مننه کوي چې په دوستۍ کې يې ګام وړاندې کړ.

په ورته وخت کې د کندهار والي حیات الله حیات د هرات د خلکو له ډالۍ د هرکلي ترڅنګ هراتیانو سره ژمنه کړې چې د کندهار انارو ته په تمه اوسي.

د هرات والي سید وحید قتالي هم نن هرات کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال یادونه وکړه چې دغه انګور يې د «خورلڼۍ» په نامه د ښو اړیکو د ټینګښت په موخه کندهار ته لېږلي دي.

د قتالي په وينا، دغه لس ټنه انګور د هرات د بڼوالو ټولنې او کرنې ریاست له لوري د ښاروالۍ په همکارۍ کندهار ته ولېږل شول.

د هرات والي زیاته کړه چې دغسې دوستانه ډالۍ به لا هم د کندهار او هرات ولایتونو ترمنځ د «خورلڼۍ» لړۍ چټکه کړي چې له دې لارې به د دواړو ولایتونو ترمنځ سوداګریزه، کرنیزه او اقتصادي همکاري لا وغوړېږي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي چې دغه انګور يې ترلاسه کړي، خوشحاله دي او غواړي چې دغه لړۍ نوره هم وغځېږي، ترڅو نه یوازې د هرات کندهار، بلکې د نورو ولایتونو ترمنځ هم دغسې راکړه ورکړه دود او افغانان په خپلو منځو کې نور هم سره نږدې کړي.

کندهار او هرات د هېواد په کچه دوه مهم ولایتونه دي او د دوی ترمنځ د ښو اړیکو ټینګښت د هېواد پر اقتصادي، کرنیزه او ان سیاسي اوضاع ښه اغېز کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام