مسعود اندرابي: د امنیتي تړون برنامې موخه پر خلکو د وسلو وېش او ملیشه جوړونه نه ده

په دې وروستیو کې داسې ګونګوسې اورېدل کېږي چې په یو شمېر ولایتونو کې په ځانګړې توګه د هېواد په شمال کې ځینې څېرو او ډلو ته وسلې وېشل کېږي. د همدې ګونګوسو او په هېواد کې د ناامنیو په ډېرېدو سره ولسي جرګې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست ضیا سراج ولسي جرګې ته راوبلل او تر پښتنو لاندې یې ونیول.

له رابلل شویو د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب جرګې ته حاضر نه شو چې نه راتګ یې غبرګونونو سره هم مخ شو.

په دې غونډه کې د ولسي جرګې اکثریت غړو د مليشه جوړونې برنامې او په ولایتونو کې د وسلو وېش سره مخالفت وکړ او ویې ویل، حکومت د امنیتي تړون برنامې په نامه هڅه کوي ځينې کسان تجهیز کړي. د دوی په خبره، په شمال او ځینو نورو ولایتونو کې زرګونه میله وسله وېشل شوې او یو شمېر نور له برنامې ناوړه ګټه اخلي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د دوی د معلوماتو له مخې ډېری هغه کسان چې د امنیتي تړون برنامې تر نامه لاندې وسلې ورکړل شوي، دوسیې لري.

خو امنیتي چارواکي د دې ادعا په رد سره وايي، د امنیتي تړون برنامې موخه خلکو ته د وسلې ورکول او ملیشه جوړونه نه ده او په دې نوم هيچاته وسله نه ده وېشل شوې.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي: «  «امنیتي تړون کې یوه کس ته وسله نه ورکول کېږي او نه هم کوم کس ګمارل کېږي.»

د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست ضیا سراج هم په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو اندېښنو ته په ځواب کې وویل: « داسې هېڅ کوم مورد نشته. کوم بحث چې د امنیت تامین لپاره امنیتي  ځواکونو سره د تجهیز په مرستو کېږي، داسې یو بحث دی چې بېلابېلو کلونو کې امنیتي ځواکونو سره چې په سر کې یې د ملي امنیت ځواکونه دي، دوام لري.»

د ملیشه جوړونې ترڅنګ، د امنیت نشت او د یو شمېر ولایتونو د سقوط په اړه اندېښنې هم په ولسي جرګه کې د خلکو د استازيو ترمنځ د بحث وړ وې.

 د خلکو د استازيو په باور که چېرې حکومت په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه د امنیت ټینګښت او په ولایتونو کې د پوځیانو تجهیز ته پاملرنه ونه کړي، ډېر ژر به خلک د څو ولایتونو د سقوط شاهدان وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام