
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه وزارت د استخباراتي معلوماتو له مخې، ۱۰ زره او ۸۶ هغه مجرمان چې پر اداري فساد، له ښځو سره پر تاوتریخوالي او جنايي جرمونو تورن دي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته تښتېدلي دي.
د نوموړي په وینا، د دغو مجرمانو له ډلې ۶۹ هغه له طالبانو سره یوځای شوي دي.
خو د طالب ډلې یوه ویاند ذبېحالله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې مجرمان د دولت په اډانه کې دي او یا هم د دولت تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي.
بلهخوا د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي وايي، کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالي له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کلونو پورې د تورنو کسانو د نیولو لپاره ګډه کمېټه جوړه کړې ده.
د هغه په وینا، له ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کلونو پورې شاوخوا ۵ زره او ۷۰۵ جلبونه چې ۷ زره او ۸۳۹ کسان پهکې شاملېږي، نه دي عملي شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وویل چې د ۱۳۹۵ تر ۱۳۹۷ کلونو پورې د پاتې جلبونو له ډلې نږدې ۱۲۵۰ مجرمان نیول شوي دي.
طارق ارین وايي، په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو کې هم د مجرمانو د نیولو شاوخوا دوه زره جلبونه عملي شوي دي.





