حکومت د ټاکنو ترسره کولو له‌پاره اراده نه لري

د ټاکنو څار بنسټونه او د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له‌خوا د ټاکنو نېټې اعلان ستاینه کوي؛ خو باوري دي، چې حکومت پر ټاکلې نېټه د ټاکنو اراده نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر۱۶ نېټه ترسره کړي.  

د ړنو ټاکنو بنسټ یا تیفا رمشر محمد نعیم ایوب‌زاده سلام وطندار ته وویل، شک لري، چې پر ټاکلې نېټه یادې ټاکنې ترسره شي او حکومت تراوسه د ټاکنو له‌پاره لازم اقدامات نه دي کړي.

دی وايي، سیاسي اختلافاتو او امنیتي وضعیت ته په کتو په ټاکلې نېټې ټاکنې ناشونې ښکاري.

ایوب‌زاده دغه راز په پخوانیو کارتونو هم ټاکنې ناشونې وبللې.  

د چارو شنونکي فیض محمد ځلاند سلام وطندار ته وویل، چې حکومت یوازې د سیاسي مصلحتونو، ملحوظاتو او نړیوالو فشارونو تر اغېز لاندې د ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.

ځلاند وویل، بودیجه نه شته، ګومارنې نه دي شوي، د دفترونو جوړولو او موادو رسولو په برخه کې کار نه دی شوی، نا امني ورځ تر بلې زیاتیږي، یوازې ددې له پاره چې نیوکې پر حکومت کمې او د حکومت نیمګرتیاوې پټې شي ارګ د یو سیاسي مصلحت پر اساس دغه نېټه اعلان کړې.

خو د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال د دې نیوکو په ځواب کې سلام وطندار ته وویل، چې د ټاکنو په اړه ولسمشر بشپړ ډاډ ورکړی او د ده په وینا دغه ډاډ بسنه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ډاډ ورکړی و، چې د ټاکنو کمېسیون په چارو کې به لاسوهنه نه کوي او دغه راز، د رڼو او عادلانه ټاکنو له‌پاره مالي او امنیتي اسانتیاوې برابروي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام