مسکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي

د روسیې یوه ستر ډېپلوماټ په مسکو کې د طالبانو له استازیو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې روسیه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی چې دا لیدنه د مسکو دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې چې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ جوړه شوې وه، شوې ده.

د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ منځکړتوب وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسکو غونډې ته د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي هم له امریکا سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هوکړې خبر ورکړ؛ هغه خبر چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد رد کړ.

د مسکو غونډه؛ ټول بهرني ځواکونه دې ووځي

په ځېنو ولایتونو کې مسکو غونډې په غبرګون لاریونونه

د مسکو په غونډه کې څه تېر شول؟

د مسکو غونډه تېره اوونۍ د افغان حکومت په نه موجودیت کې جوړه شوه؛ په‌دې غونډه کې د حامد کرزي په ګډون یو شمېر افغان سیاستوالو برخه اخیستې وه.

دا غونډه د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو پای ته ورسېده. افغان حکومت د سولې خبرو اترو د بریا برخه کې دا غونډه بې‌ګټې بللې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام