ولسمشر: د دوستم د قضيې په هکله قضایه قوه بشپړ صلاحیت لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خبري ناستې پرمهال د خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په هکله وویل، چې د نوموړي د قضيې په اړه د افغانستان قضایه قوه بشپړ صلاحیت لري او دولت په دغه برخه کې بې‌طرفه دی.

هغه په دغه خبري ناسته کې تر ډېره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو او لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې وویل، واک يې نه‌دی انحصار کړی او هر هغه څوک چې دی د واک په انحصارولو تورنوي، هغوی په حکومت کې د بحث له‌پاره څه نه‌لري، نو ځکه ټول مسایل له شخصي لیدلورو ګوري.

ولسمشر خپلو سیاسي اخلاقو په اړه قضاوت خلکو ته پرېښود او زیاته يې کړه، د مدني حرکتونو په باب ده تل سړه سینه درلودله او دا يې د سیاسي اخلاقو یوه نمونه کېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال محمد محقق رسنیو ته وویل، چې ولسمشر په غونډو کې پټکې کوي.

جمهور رییس پرخپل سیاسي مخالف او د بلخ اوسني والي عطامحمد نور غږ وکړ، چې باید د مسایلو په باب مسوولانه رفتار وکړي.

د افغانستان سوله او د پاکستان ۶۰ میلیونو وګړو ته فرصت

افغان ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال د سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د دولت مخالف وسله‌وال طالبان د سولې کولو له‌پاره ډېر کم فرصت لري.

نوموړي وویل: " طالبان وخت نه‌لري او باید ځانونو ته ساعتونه واخلي."

ولسمشر زیاته کړه، چې د خبرو اترو په برخه کې طالبان د افغان حکومت سره په دویمه درجه کې قرار لري.

غني وايي، لومړی باید له پاکستان سره خبرې وشي او بیا طالبانو ته وخت ورکړل شي.

ځکه د هغه په خبره، د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې مثبتې نتیجې ثابته کړله، چې بین‌الافغاني سوله ممکنه ده.

افغان ولسمشر په غیر مستقیم ډول پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د دوی سوله به په هغه هېواد کې د ۴۰ څخه تر ۶۰ میلیونو وګړو د ژوند مثبت تغیر وي.

پر پاکستان يې غږ وکړ، چې باید مثبت انتخاب وکړي او نه‌باید وسله‌والو ته د تمویل زمینه برابره کړي.

د محمد اشرف غني په وینا، که پاکستان له افغان حکومت سره سوله وکړي، نو افغانستان به ورته مرکزي اسیا ته لاره ورکړي او په دې سره به يې د میلیونونو وګړو په ژوند کې مثبت تغیر راشي.

هغه یو وار بیا ټینګار وکړ، چې له اسلام‌اباد سره دولت په دولت اړیکو غوښتونکی دی.

غني زیاته کړه، چې له چین سره د سولې خبرو اترو په باب بحث روان دی او تر اوسه پاکستان سره هېڅ ډول نتیجې ته نه‌دي رسېدلي.

جمهور رییس په خپلو خبرو کې د افغانستان له‌پاره د امریکا امنیتي ستراتيژۍ ته په اشارې سره وویل، چې دغه ستراتيژي د افغانستان له‌پاره نهایت مثبته ده او د افغانستان د ثبات له‌پاره داسې سیمه‌ییزې خبرې اترې شروع کړي، چې په تېرو ۶۰ کلونو کې نه وې شوې.

د افغانستان ۱۸ میلیارده مترمکعبه اوبه، به مهار شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ کې په ایران غږ وکړ، چې د افغانستان د اوبو مهارول د ټولې نړۍ له‌پاره مثبت پیغام دی او نه‌باید په یو منفي تضاد بدل شي.

نوموړي وویل، چې د افغانستان له جغرافیايي موقعیت وروسته اوبه د افغان حکومت له‌پاره ملي سرمایه ده او د مدیریت او مهارولو په برخه کې افغان حکومت پوره هوډ لري.

ولسمشر زیاته کړه، چې د هلمند معاهده به عملي شي.

د هغه په خبره، کجکي، سلما، بخت‌اباد، واخان او نورو بندونو په برخه کې کار جریان لري او په پام کې ده، چې افغان حکومت د خپل هېواد شاوخوا ۱۸ میلیارده متر مکعبه اوبه مهار کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو ویناوو کې ویلي، چې د افغانستان د اوبو مهارول به د ایران له‌پاره د منلو وړ نه وي او دوی به په دغه برخه کې چوپه خوله پاتې نه‌شي.

د افغانستان هوايي ځواک به مجهز شي

جمهور رییس محمد اشرف غني د افغانستان هوايي ځواکونو په اړه وویل، چې په پام کې ده، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ټوله امریکايي قواه د افغانستان په هوايي قواوو کې ځای پر ځای شي او تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې به د افغانستان هوايي ځواک په بشپړه توګه مجهز شي.

نوموړي زیاته کړه، د ځينو مثبتو طرحو په نتیجه کې د افغانستان په ملکي تلفاتو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی او "په تېرو ۶ میاشتو کې مو د لسو کلونو په پرتله تر ټولو کم تلفات درلودلي دي".

اقتصادي پرمختګ

جمهور رییس غني وویل، هغه غواړي د "کاسا ۱۰۰۰" پروژې له لارې افغانستان ته لوی اقتصادي څرخ ورکړي.

د هغه په خبره، د یادې پروژې د برق له لارې به په راتلونکو پنځوو کلونو کې یو میلیاردو ( زرمیلیونه ډالرو) په ارزښت د پانګونې فرصتونه برابر کړي.

هغه دغه مبلغ د افغانستان د ګمرکونو له عاید سره برابر وباله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام