د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشدخان ارمان د ټولنیزو رسنیو هغه خبرې رد کړې، چی ګوندې له افغانستانه کډه کېږي او د خوندي ځای په موخه په عربي اماراتو کې ژوند پیلوي.
راشدخان سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي، نه پوهېږي چې د ده په اړه دا خبرې له کومه او د کوم هدف لهپاره شوېدي.
په ګوګلي ماسټر مشهور ځوان راشدخان ارمان وایي، نه یې په عربي اماراتو کې کور اخیستی او نه هم پلان لري، چې له افغانستانه بهر ژوند وکړي.
د ارمان پر وینا، په وروستیو کې عربي اماراتو ته تللی و؛ خو په هېڅ صورت د کور اخیستلو او یا هلته د پاتې کېدلو پلان نهلري.
ده زیاته کړه، اوسمهال په ننګرهار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي او یوې خواته هم نهځي.
ارمان نږدې ۲ کاله مخکې افغان کرکټ ملي لوبډلې ته راغی او اوسمهال په افغان کرکټ ملي لوبډله کې تر ټولو مخکښ لوبغاړې شمېرل کېږي.
۱۸ کلن ارمان، چې د بنګلهدېش، او هندوستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو کې د لوبېدو ترڅنګ به سږ کال د ویسټانډيز په پریمیرلیګ سیالیو کې هم لوبېږي.
راشدخان ارمان له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د معاش ترڅنګ له بېلابېلو لیګونه څخه تر اوسه لکونه ډالر ګټلي او په افغان کرکټ ملي لوبډله کې شتمن لوبغاړی شمېرل کېږي.
ده همدارنګه وویل، چې دی د «مېچ فېکسرانو» له پلانونو خبر دی، چې څنګه د کرکټ لوبغاړي ګیروي؛ خو د ځان په ساتنه ښه پوهېږي، په یوازې ځان چیرته نه ځي او له ملي لوبډلې سره ګرځي او پهدې برخه کې تراوسه هېڅ تشویش نهلري.
دا پهداسی حال کې ده چې پهدې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورنه خپاره شول، چې راشدخان ارمان د هندوستان «اي پي اېل» څخه د ګټلو شویو پیسو په ۳ نیم لکه ډالرو په عربي اماراتو کې کور اخیستی او د لا مصونیت په موخه غواړي په عربي اماراتو کې ژوند غوره کړي.