
د هېوادمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د نړیوال پیوسون او ملي بسیج اوونۍ په غونډه کې وویل، چې په څو ورستیو کلونو کې د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ستراتیژي نیمګړې وه او دغه وزارت پکې پاتې راغلی دی.
د نشه توکو پرضد مبارزې وزارت چارواکو نن د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د نړیوال پیوسون او ملي بسیج اوونۍ په کابل کې ونمانځله.
په نمانځغونډه کې د جمهور رییس دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، چې د نشه یي توکو کښت او قاچاق په هیواد کې د ناامنۍ ستر لامل دی.
هغه دا هم وویل، چې د طالبانو او داعش جګړې لګښت د نشه یي توکو کښت او قاچاق له لارې برابرېږي.
د هغه پر خبره، د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د دولت له لاسته راوړنو سره سره بیا هم د څو کلونو په تېرېدو سره د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د حکومت ټولې کړن لارې ناکامې وې.

له بل لوري د نشه یي توکو پرضد مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د نشه یي توکو پرضد مبارزې له پاره د ځانګړو کړن لارو خبر په ورکولو سره وویل، چې دغه وزارت هڅه کوي له نورو بنسټونو سره په همغږۍ د نشه یي توکو جرړو ایستلو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.
د دغو چارواکو پر خبره، په هیواد کې د نشه یي توکو پرضد جدي مبارزې له پاره د نشه یي توکو پرضد د مبارزې قانون کې، جدي او ستراتیژیک بدلونونه رامنځته چې عملي کېدل به یې ګټور وي.
د نشه یي توکو پر ضد مبارزې وزارت چارواکي وایي، چې په هیواد کې د نشه یي توکو پرضد جدي مبارزې له پاره د نشه یي توکو پرضد د مبارزې قانون کې، جدي او ستراتیژیک بدلونونه رامنځته چې عملي کېدل به یې ګټور وي.
د ویلو ده، چې د نشه یي توکو پرضد مبارزې ملي بسیج اونۍ نن په یو شمېر ولایتونو کې هم ونمانځل شوه.





