کلیمزی: کونړ کې ځېنې دیني عالمان داعشیانو سره لاس لري

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د یکشنبې پر ورځ اسداباد کې د ولسي وګړیو یوې لویې غونډې ته په‌خپلې وینا کې پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې د وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول دې د داعشیانو د ظلمونو پر وړاندې چوپه خوله نه پاتې کېږي.

نوموړي ومنله، چې کونړ کې یو شمېر دیني عالمان د داعش سره پر لاس لرلو سربېره، ګڼ ځوانان هڅوي، چې داعشیانو سره یو ځای شي.

ده په زغرده پر دینې عالمانو غږ وکړ: «له ممبره د ذکات، صدقې، سُنتو، واجبو او مستحبو خبرې کوئ؛ خو د قتل پر حراموالي نه‌غږېږئ.»

که څه هم کلیمزي په ښکاره ډول د کوم دیني عالم او یا مدرسې نوم وانه‌خیست؛ خو زیاته یې کړه، چې دیني عالمان دې مدرسې د تشدد پر مرکزونو نه بدلوي او نه‌دې له‌دې ځایه د حکومت ضد کړیو لیکې پیاوړې کوي.

د کونړ والي زیاته کړه، چې دیني عالمان دې په مدرسو کې د خدای او رسول احکام او هغه نصاب تدریس کړي، چې افغاني ټولنه ورته اړتیا ولري

ده دا هم وویل، که دغه دیني عالمان خپلو دولت ضد کړنو ته همداسې دوام ورکړي؛ په مقابل کې یې اقدام کوي؛ خو بیا څوک حق نه‌لري، چې اعتراض وکړي او نه به غوښتنه کوي، چې د یو دیني عالم او مدرسې بې عزتي وشوه.

ده په ورته وخت کې دا هم وویل، هغه عالم چې ما، تا او قومي مشران  وژني، افغانستان بدبخته کوي او ناامني جوړوي؛ دیني عالم نه دی.

بل پلو د کونړ د عالمانو د شورا مشر مولوي عبدالرحمان سلام وطندار سره خبرو کې په‌دې اړه ډېرې خبرې ونه‌کړې.

د کونړ اوسېدونکي هم دغه ولایت کې د داعش ډلې له پراخېدونکي نفوذه اندېښنه ښيي، وايي چې دې ولایت کې داسې دیني عالمان هم شته، چې د دولت ضد وسله‌والو ډلو په ملاتړ د تبلیغ ترڅنګ د امنیتي ځواکونو جنازې هم نه‌کوي.

د دوی پر وینا، په ټول ولایت کې څلور – پنځه ملایان دي، چې د حکمت ملاتړي او د ولس په ګټه دي.

د کونړ والي داسې مهال په‌دې ولایت کې د داعش ډلې د نفوذ او د داعش پلوو دیني عالمانو خبره راپورته کوي، چې لا پخوا د دغه ولایت امنیې قومندانۍ په‌دې ولایت کې د یادې ډلې له زیاتېدونکي نفوذه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، چې داعش په کونړ کې د روزنې د مرکزونو پر لرلو سربېر په خلکو کې د حکومت خلاف کمپاین پیل کړی او د خپلو کسانو شمېر یې تقریباً ۲ زرو تنو ته رسولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام