
د افغانستان د ټولګټو وزارت له یو اسټرالیايي شرکت سره د سالنګونو تونل د ډیزاین او تخنیکي مطالعاتو تړون لاسلیک کړ.
د تړون ارزښت ۱۹،۶ میلیونه ډالره دی او استرالیایي شرکت سمِک ( SMEC) نوميږي.
د ټولګټو وزیر محمود بلیغ وایي، د دې تړون لهمخې به یاد اسټرالیایي شرکت د تونل لهپاره د موجوده بدیلو لارو لکه (خاواک- خنجان؛ دوشي- بامیان، اوسني تونل د بیارغاونې او یو نوي تونل د جوړولو په اړه ) خپلې څیړنې او مطالعات وکړي او دا فغانستان دولت ته به یوه مناسبه ټاکنه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې په تیرو دوو کلونو کې دوی د اسیا پراختیایي بانک سره خبرې اترې درلودې او اوس دغه بانک ۳۲ میلیونه ډالر بلاعوضه پیسې د دوی په واک کې ورکړې دي.

د ټولګټو وزیر په وینا، د پخواني شوروي اتحاد له خوا د سالنګ د اوسني تونل له جوړیدو ۵۰ کاله تېريږي، د جنګي او نا مناسب شرایطو له امله یې زیان لیدلی او بیا رغاونې ته جدي اړتیا لري.
د حکومت اجرایه رییس ډاکټرعبدالله عبدالله، چې د دې تړون دلاسلیک په مراسمو کې یې ګډون درلود وویل، د سالنګونو د نوي تونل جوړیدل د ملي یووالي حکومت له ژمنو څخه و.

اجرایوي رییس د افغانستان د بیا رغاونې په برخه کې د جاپان او اسیا پراختیایي بانک له ونډې مننه وکړه او جاپان یی دافغاسنتان د خلکو د باور وړ دوست وباله.
همدا ډول د اسیا پراختیایي بانک رییس، توماس پنیلا، او په کابل کې د جاپان سفیر چې په غونډه کې یې ګډون درلود افغانستان د سیمې هیوادونو د پُل په توګه یاد کړ او زیاته یي کړه، چې د دې هیواد جغرافیایي موقعیت له ځانګړي اهمیته برخمن دی .





