د ګردیز په ډله‌ییز برید کې ۴ بریدګر او ۵ پولیس وژل شوي

نن سهار ۶ نیمې بجې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په قطعې باندې ډله‌ییز ځانمرګی برید شوی‌دی.

د ۳۰۳ سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد سلام وطندار ته وویل، چې دا ډله‌ییز برید د ۵ بریدګر له‌خوا په ګردېز ښار کې د افغان ځانګړیو ځواکونو په قطعې باندې د دې قطعې په دروازه کې برید شوی‌دی.

د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه، د امنیې قومانداني پرسونل او د ۳۰۳ سپین غر زون قومانداني منسوبین له همدې یوې دروازې تګ ـ راتګ کوي.

د پاسوال شېرزاد پر وینا، د بریدګرو موخه د ځانګړیو ځواکونو خاصه قطعه وه، چې په برید کې تر اوسه ۴ بریدګر وژل شوي او ۱ بریدګر له دروازې داخل ته تللي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

ده دا هم وویل، چې لومړی برید د مازده ډوله موټر په واسطه شوی، چې ۵ پولیس په‌کې وژل شوي او ۹ ټپیان دي. د ده پر وینا، بریدګرو د دوو موټر بمونو په واسطه، چې یو یې مازده او بل یې کرولا ډوله هغه وو؛ چاودنې کړې‌دي.

د شېرزاد په خبره، موټر بم چاودنه ډېره قوي وه او شاوخوا سیمو ته یې زیانونه اړولي؛ خو تر اوسه یې کره معلومات نه‌شته.

د پکتیا د ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې دوی ته تر اوسه له‌دې بریده ۵ ملکي ټپيان ور وړل شوي.

طالبانو د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې د دې ډله‌ییز برید موخه یې افغان ځانګړي ځواکونه وو. ده ادعا کړې‌ده، چې په‌دې برید کې یې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام