د کابل سیند د یوې برخې پاکولو کار پیل شو

د کابل سیند پاکولو په پاره پخوا هم ځېنې هڅې شوې‌وې؛ خو دا ځل یې په بنسټیزه توګه د رغونې او پاکونې چارې پیلېږي.

د پلازمېنې زون پراختیا خپلواکې ادارې کابل کې نن چهارشنبې د ېوې غونډې پرمهال له «ارتل» پُل نه تر عبدالحق څلورلارې پورې د کابل سیند پاکونې او بیارغونې چارې عملاً پیل کړي.

په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته د پلازمېنې زون خپلواکې ادارې مشرالهام عمر هوتک وویل، چې د دایمي اوبو نه‌شتوالی او کثافات د کابل سیند له بنستیزو ستونزو دي او د دایمي اوبو د حل له‌پاره یې باید د شاتوت بند ورغول شي.

هوتک زیاته کړه، چې په دې پروژې ۸۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې کارونه یې عملاٍ پیل شوي. ده ډاډ ورکړ، چې دا پروژه به د کابل سیند د پاکوالي پروسه دایمي کړي.

د ده پر وینا، د پروپوزل له‌مخې به له ارتل پله نه تر عبدالحق څلورلارې پورې شاوخوا ۴۷۰۰ متره مربع سیمه پاکه او ۱۷۰۰۰۰ متر مکعبه اټکل شوي اضافي توکي به ټاکلي ځای ته ولېږدوي.

د پلازمېنې زون پراختیا خپلواکې ادارې مشر همدرانګه وویل، چې د کابل ښار پاکه شوې برخه به د اوبو تر پیدا کېدو پورې اقتصادي فعالیت ته چمتو شي.

ده همداراز وویل، چې له دې سره هم مهاله یو بله پروژه ده، چې د سیند په پاکولو سره به په‌کې مارکېټونه او پارکینګونه هم جوړ شي.

د پلازمېنې زون پراختیایي ادارې د مسوولانو پر وینا، د دې پروژې بشپړېدل به سربیره پردې چې پلازمېنې کې د چاپېریالي ککړتیا ستونزه حل کړي، ترڅنګ یې ځمکې لاندې اوبه ډېرېږي، پانګونې ته خصوصي سکتور هڅول کېږي، د کاري فرصتونه پيدا کول او د ښار په منځ کې د اقتصادي فعالیتونو پراختیا رامنځته کېږي.

د غونډې ګډونوالو د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د کابل سیند په پاک ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام