عبدالله له خپلې مینې سر غوڅ کړی

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، عبدالله په نوم یو نارینه کله چې تېره شپه له خپلې دندې کور ته ورځي په دې وخت کې خپله مېرمن له یو بل نارینه سره په زنا نیسي او دواړه وژني.

د فرهاد په خبره، دغه پېښه د ګذرې ولسوالۍ په کوثر مېنه کې رامنځته شوې ده.

د هرات د والي ویاند وویل، "عبدالله لومړی له هغه نارینه سر غوڅوي او بیا خپله مېرمن په ګولۍ ولي."

جیلاني همدا ډول وايي، چې له پېښې وروسته قاتل تېښته کوي او له څو ساعتونو ځند وروسته د همدې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ سره اړیکه نیسي او د پېښې مسوولیت په غاړه اخلي.

د والي ویاند وايي، عبدالله د ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ سره په اړیکه کې ویلي، چې خپله مېرمن او هغه کس یې د نامشروع اړیکو په لیدلو وژلي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی دغه پېښه تاییدوي او وایي، په وژل شویو جسدونو عدلیي څېړنې روانې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام