د حکومت او لاریونیانو ترمنځ د جوړجاړي ۳۴ کسیز پلاوی ټاکل کېږي

ولسي جرګې په نننۍ (دوشنبې د جون پر ۵مه) عمومي غونډه کې تصویب کړه، چې د حکومت او لاریونیانو ترمنځ یو ۳۴ کسیز پلاوی وټاکل شي.

دې جرګې د کابل د وروستیو پېښو په تړاو له ټولو ولایتونو نه یو ۳۴ کسیز پلاوی د ټاکلو له‌پاره مثبته رایه ورکړه.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، دا پلاوی دنده لري، چې د لاریونیانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي او د وروستیو پېښو په اړه له سفارتونو او یونما دفتر سره د خبرو ترڅنګ د روان کړکېچن حالت له‌پاره مناسبه سوله‌يیزه حل لاره راوباسي.

ابراهیمي زیاته کړه، چې د ټولو ولایتونو وکیلان دې په‌خپلو کې غونډه وکړي او ژر تر ژر دې پلاوي ته خپل استازی معرفي کړي.

دا پلاوی په‌داسې حال کې ټاکل کېږي، چې په تېرو څوو ورځو کې په کابل کې موټر بم چاودنې، لاریون او د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی په جنازه کې د شويو بریدونو شاوخوا ۷ تنو ته مرګ و ژوبله اړولې او د وزیر اکبر خان په سیمه کې د چهارشنبې ورځې د پېښې ځای ته نږدې د لاریونیانو له لوري د تحصن خېمه وهل شوې‌ده.

د ولسي جرګې غړیو هیله وښوده، چې دغه پلاوی به د حکومت او لاریونیانو ترمنځ سوله‌ وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام