د میدان وردګو سیمهییز چارواکي وایي، چې پرون مازدیګر مهال د جلرېز ولسوالۍ په علیخېلو سیمه کې هوايي برید شویدی.
د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمن منګل سلام وطندار ته وویل، چې دغه برید د جلرېز ولسوالۍ د عليخېلو په کلي کې د عبدالقیوم په نامه د یو شخص په کور شوی، چې په ترڅ کې یې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان شويدي.
منګل زیاتوي، چې په ټپيانو کې ۴ ماشومان هم شامل دي، چې د درملنې په پار پلازمېنې کابل ته لېږدول شويدي.
هغه همدارانګه وویل، معلومه نهده، چې دا برید امریکایي ځواکونو کړی، که افغان ځواکونو؛ خو پهدې اړه پلتڼې روانې دي.
د جلرېز ولسوالۍ یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې پهدې برید کې ۳ ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ نور ټپيان شويدي.





