په ۳۱ برمته شویو هزاره وګړیو په ډله کې د مېرمن قمر خاوند هم شامل دی. دغه مېرمن له حکومته په جدي توګه غواړي، چې مېړه یې د برمته کوونکو له منګلو را خلاص کړي.
هغې وویل، که حکومت یې غوښتونو ته ځواب ونه وايي؛ ژوند ورته بې معنا او خپل ځان ته به اور واچوي.
نعمت الله چې پلار یې په برمته شویو مسافرو کې دی وايي، که حکومت یې غم ونه خوري؛ نو ځان او کورنۍ ته به د جمهوري ریاست د دروازې مخې ور واچوي.
د برمته شویو د خلاصون په موخه د تحصن درېیمه جوړه شوې خېمه کې، چې د تښتول شویو یو شمېر کورینو په کې ګډون درلود، دولت په بې پروايۍ تورن کړ.
د تحصن درېیمه خېمه په داسې حال کې درول کیږي، چې تر اوسه د ۳۱ تښتول شویو مسافرو په اړه کره معلومات نه دي رسنیز شوي.
دغه خېمه د یو شمېر کابل ښاریانو له خوا د ۳۱ برمته شویو مسافرو د خلاصون په موخه درول شوې ده او د برمته شویو کورنۍ هر څه ژر د خپلو کورنیو د غړیو د خلاصون غوښتونکي دي.
تحصن کوونکي وايي، چې نېږدې د دوو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ۳۱ برمته شویو برخلیک نا څرګند دی.
محمد شکیب شفایي د تحصن کوونکو له ډلې څخه دی، وايي چې مسولو چاروکو او حکومت په دې اړه کوم جدي ګام نه دی وچت کړی.
دی وايي، تحصن یې د دې لپاره کړي، چې د حکومت "ړندې " سترګې او "کاڼه" غوږونه ور خلاص کړي.
شفايي زیاته کړه، تر هغې چې برمته شوي وګړي را خلاص نه شي؛ هغوی خپل تحصن ته دوام ورکوي.
تحصن کوونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره له ولسي جرګې غوښتنه وکړه، چې د برمته شویو په اړه پرېکړه.
د دې تحصن یو بل ګډونوال د بشرحقونو د نړیوال سازمان نه غوښتنه کوي، چې د دې غیر اسلامي خوځښت ته پر وړاندې دې چپ نه پاتې کیږي.
د دې خیمې تحصن کوونکو د تعصب او تبعیض د له منځه وړلو له پاره پټۍ پرېکړه.
د پوکاڼیو خوشې کولو ننداره
په ورته وخت کې مدني فعالانو د تحصن په ۹ ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په زرنګار پارک کې د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې پوکاڼۍ چې ۳۱ عدد پرې لیکل شوي وو، په ننداریز ډول د ۳۱ برمته شویو کسانو د خلاصون له پاره هوا ته خوشې کړې.
مدني فعال عبدالباري سلام د دې کار موخه د برمته شویو کسان د خلاصون په توګه یاد کړ.
د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي، چې زرنګار پارک ته د برمته شویو کورنیو د لیدلو له پاره راغلی و؛ رسنیو ته وویل "حکومت موږ ته ډاډ راکړی چې په ۱۰ ورځو کې به برمته شوي کسان بېرته خپلو کورنیو ته ستانه شي."
له بلې خو عبدالروف ابراهیمي د تحصن په خېمه کې د برمته شویو کورنیو له غړو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت د برمته شویو د خلاصون په ژمنه عمل نه دی کړی.
دغه برمته شوي د تېر کال چهار شنبې په ورځ کله چې له کندهار نه کابل ته په لاره و، په شاه جوی ولسوالۍ کې د نقاب لرونکو له خوا برمته شول.





