کندوز ښار کې د څو میلیوني سولري برېښنا ناسم وضیعت

د کندوز ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د سړک پر غاړیو د څو میلیونو افغانیو په لګښت په سلګونه سولري ترافیکي چراغونه لګول شوي‌؛ خو د ۵ کلنو راهیسې د ښاروالۍ د بې‌غورۍ او ناسمې ساتنې له امله له کاره لوېدلي دي.

کندوز ښار کې په سړکونو پنځه کاله مخکې د درې نیم میلیونو افغانیو په لګښت ۲۱۴ د سولر ترافیکي څراغونه ولګول شول.

یو شمېر کندوز ښاریان نیوکه کوي، چې دغه څراغونه اوس د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله له کاره لوېدلي او د شپې له‌خوا یاد سړکونه تیاره وي.

د بصیر په نوم د کندوز ښار یو اوسېدونکی وايي، چې له پیله په سړکونو لګول شويو سولري څراغونو یوه میاشت کار وکړ او له هماغې یوې میاشتې راوروسته پنځه کاله کېږي، چې خراب شوي‌دي.

د دې ښار بل اوسېدونکی امین‌الله قاضي‌زاده هم شکایت کوي، چې د ښار په چهاربند کې لګېدلي سولري څراغونه له څوو کلونو راهیسې خراب دي، په‌داسې حال کې چې په‌دې برېښنا د ملت میلیونونه افغانۍ پانګه ولګېدله؛ خو د بې‌پامۍ له امله ښار تیاره او څراغونه خراب دي.

دوی وړاندیز کوي، چې یا دې ښاروالي د دې څراغونو د جوړولو نیت وکړي، یا دې د برېښنا ستنې له بېخه وباسي، چې د دوی تمه پرې شي.

د کندوز ښاروالي هم دا خبر تاییدوي؛ خو زیاتوي چې د ځانګړیو کارکوونکیو نه‌شتون له امله او د طالبانو له‌خوا د دغه ښار نیول د دې لامل شول، چې ۹۵ سلنه ترافیکي سولري څراغونه غیرفعال شي.

د کندوز ښاروال نجیب‌الله عمرخېل سلام وطندار ته وویل، چې د سولري څراغونو ډېره برخه ستنې ستونزې لري او د دې ستونزې د اواري له‌پاره یې له «یو ان هبیتات» سره د ترمیم په پار هوکړه‌لیک لاسلیک کړی، چې تر راتلونکیو دوو اوونیو پورې به بېرته ټول څراغونه فعال شي.

عمرخېل زیاته کړه، د سولري برېښنا د سمې ساتنې او تنظیم په پار روزل شوی ټيم هڅه کوي، چې وروسته له‌دې له ښاري څراغونو څارنه وکړي او د خرابوالي پرمهال سمدلاسه لاس په‌کار شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام