د کابل صحت‌طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه‌ جراحۍ برخې بنسټ ډبره کېښودل شو

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز او یو شمېر نورو افغان چارواکیو په حضور، کابل کې په صحت‌طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه‌ جراحۍ لومړنۍ برخې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، د زړه ناروغۍ په ځانګړې توګه ماشومانو کې د پراخېدو په حال کې ده او تراوسه پورې شاوخوا ۲۶ زره ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته شوي.

د ښاغلي فیروز په وینا، د عامې روغتیا وزارت د سرې میاشتې او خصوصي سکتور په همکارۍ هر کال له ۱۰۰ تر ۲۰۰زرو پورې ماشومان د درملنې له‌پاره له هېواده بهر استوي.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ـ چې دې غونډې کې یې حضور لرلو ـ وویل، سره له‌دې چې د روغتیا په برخه کې مهم کارونه شوي؛ خو لا هم زیاتره هېوادوال د ابتدايي درملنې له‌پاره له هېواده بهر سفر کوي.

د ښاغلي عبدالله په وینا، د ماشومانو د زړه‌ جراحۍ مرکز جوړېدل، د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې په برخه کې یو مثبت ګام دی.

د افغان ماشومانو د زړه‌ جراحۍ لومړني مرکز بنسټ ډبره داسې حال کې کېښودل کېږي چې د زړه په ناروغۍ اخته ماشومان په ډېرو پیسو سره له هېواده بهر لېږدول کېږي.

اوس په‌دې ناروغۍ د اخته ماشومانو کورنۍ تمه لري چې دغه مرکز وکولی شي د زړه ناروغۍ په کره تشخیص او درملنه کې ګټور واقع شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام