ریال ماډریډ او یونټوس د اروپا اتلولۍ له‌پاره لوبیږي

اسپانوي کلب ریال ماډریډ او ایټالوي کلب یونټوس خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د دغو سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ روانو سیالیو په وروستۍ راتګ پړاو دویمه نیمه پای لوبه کې دفاعي اتلې ریال ماډریډ لوبډلې د اتلاتیکو ماډریډ خلاف ۲ د ۱ ګول په وړاندې ماتې وخوړله.

د اتلاتیکو په ګټه د نیګیز او ګریزمین د ګولونو وروسته د میلمه ریال ماډریډ په ګټه ایسکو ګول ترسره کړ، چې ریال ماډریډ سره په سر په ۶۱ سیالۍ کې ګول ووهلو.

ریال ماډریډ په لومړۍ ۳ د ۰ ګول په وړاندې بریا سره ۴ د ۲ ګولونو په مخکېوالي د اتلولۍ ګټلو په موخه پای لوبې ته ورسېدلو.

ریال ماډریډ تېره اوونۍ اتلاتیکو ماډریډ ته په برنابو لوبغالي کی ۳ د ۰ ګول په وړاندې سخته ماتې ورکړې وه او دا سر په سر څلورم ځل شو چې اټلاټیکو ماډریډ د ریال ماډریډ له خوا په روانو سیالیو کې حذفیږي.

ټاکل شوې، د دواړو لوبډلو ترمنځ پای لوبه به د راتلونکې جون میاشتې په ۳ نېټه د انګلیستان په کارډیف فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې که ریال ماډریډ په فاینل لوبه کې یونټوس لوبډلې ته ماته ورکړي؛ نو دا به د اروپا فوټبال کلپونو سیالیو په تاریخ کې لومړې ځل وي، چې یوه لوبډله سر په سر دوه ځلې اتلولي ګټي.

دغه راز ریال ماډریډ فوټبال کلب یوازې ۱ ګول ته اړتیا لري ترڅو په چمپینزلیګ سیالیو کې لومړۍ لوبډله شي، چې ۵۰۰ ګولونه ترسره کوي.

ریال ماډریډ په اروپایي فوټبال کلپونو کې ریکارډ لري، چې د ریکارډ ۱۵ ځل له‌پاره د دغو سیالیو فاینل ته رسېږي او ۱۱ ځلې یې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالۍ ګټلي دي.

دغه راز ایټالوي یونټوس کلب بیا د ۲۱ کلن انتظار وروسته د دې تابیا نیسي ترڅو ریال ماډریډ ته په ماتې ورکولو د اتلولۍ جام وګټي.

د دې وړاندې یونټوس ۸ ځلې د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ فاینل ته رسېدلی ۲ ځلې یې اتلولي ګټلې خو ریکارډ ۶ ځلې یې دویم مقام خپل کړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام