.jpg)
د سرپل ولایتي شورا یو غړي په دغه ولایت کې د اوسني وضعیت په اړه د اندیښنې ښودلو ترڅنګ وویل، چې یو شمیر سرتیرو صیاد ولسوالۍ کې خپلې پوستې خوشې کړي او بیرته ولایت ته ستانه شوي.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي، دغه سرتیري چې د ملي اردو او پولیسو چټک غبرګون سرتیري وو چې شمیر يې شاوخوا ۲۰ تنو ته رسیده.
د سرپل ولایتي شورا غړي محمد علي حکیمي سلام وطندارته وویل، چې که حکومت د دې ولایت امنیت په ټینګښت کې پاتې راشي د هرې ورځې په تیریدو سره نا امني او جګړه زیاتیږي.
د حکیمي پر وینا، د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې د دوه ناپیژندو الوتکو ناستې په پای کې یو شمیر امنیتي ځواکونه چې له طالب او داعش جنګیالو سره په جګړې بوخت وو ناهیلې شول او جګړه يې بنده کړه.
«هغه امنیتي ځواکونه چې د جګړې په لیکه کې وو او خلک هم وو لیدلی يي دي چې الوتکو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې ناسته کړې بلې يي نه ده کړې او بیرته ګرځیدلي ، هلته چې لس کیز او شل کیز ډلې شته هغوی ځینو يي استعفا وکړله او ځینو يي له دې ځایه ځان تبدیل کړ پوستې يي خوشې کړې او د ولسوالۍ مرکز ته راغلل.»
.jpg)
په ورته وخت کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام وطندارته وویل، چې نهشي کولی د صیاد ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د الوتکو ناسته تایید یا رد کړي.
نوموړي وویل، چې تېره شپه ۸ بجې هلته الوتکې د ناستې په حالت کې لیدل شوي، خو پر وینا يې که وسلهوالو ته وسلې ښکته کړې وي، نو دا د اندېښنې وړ مسئله ده.
د سرپل د والي ویاند زیاته کړه، چې په دې ولایت کې د نا امنیو زیاتیدو سره ددې ولایت اوسیدونکو ناسته ترسره کړې او سلګونه بیلابیل قومونه د داعش ډلې پر وړاندې سره راټول شوي وو.
سرپل په شمال کې یو له نا امنو ولایتونو دی، چې داعش ډلې په کوهستاناتو او صیاد ولسوالیو کې پوځي روزنیز او ماین جوړونې مرکزونه جوړ کړي دي