د غور ولایت د لعل او سرجنګ ولسوالۍ سمهییز چارواکي وايي، چې داعش او طالبان هڅه کوي، یادې سیمې ناامنه کړي.
د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکيو سلام وطندار ته وویل، چې داعش او طالبان له دوی عشر او زکات اخلي او د دولت پر ضد ترې نه په عملیاتو کې مرسته هم غواړي.
د دوی پر اند، که امنیتي چارواکي د دغو وسلهوالو مخه ونهنیسي؛ د یادې ولسوالۍ ډېرې سیمې به ناامنه شي.
د لعل او سر جنګل ولسوالۍ اوسېدونکی عارف وفایي او امید توانا وايي، په وروستیو کې داعش او طالب پورې ترهګرې ډلې لیدل شوېدي او ویل کېږي، چې اقتصادي سرچینې یې د خلکو نه د عشر او زکات ټولول دي.
دوی د دې ترهګریزو ډلو په اړه اندېښنه ښيي، چې د عشر او زکا ټولو او د ناامنیو زیاتېدل د دوی د کار خنډېږي. دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د سیمې د اوسېدونکیو امنیت ټينګ کړي.
د لعل او سرجنګل مرستیال امنیه قوماندان ناظر حسین دا موضوع تاییدوي، وايي چې اوس مهال نږدې ۴۵ کلي چې له سر پل او دایکنډي سره ګډه پوله لري؛ د داعش او طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.
هغه زیاتوي چې دومره پوځي تجهیزات نه لري چې ددغو ډلو پروړاندې جګړه وکړي. د ده پر وینا، دوی پلان لري، چې ناامنو سیمو کې امن راولو.
خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي لعل او سرجنګل د دغه ولایت تر ټولو امن ولسوالي بولي، زیاتوي، چې لهدې ولسوالۍ تراوسه د ترهګریزو فعالیتونو په اړه هېڅ راپور نهدی ورکړل شوی.
د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د امنیتي مسوولانو پر وینا، ترهګرو تېر کال هم د دې ولسوالۍ پر شمالي سیمو بریدونه کړي وو، چې وسلهوالو مخالفانو له هغوی د ځایي خلکو نه د ملاتړ په غبرګون کې یو کلی سوځولی او د خلکو کورونه یې لوټولي وو.