اروپايي ټولنه: د امنیتي ځواکونو لیکو کې فساد د جګړې ډګر کې طالبان پیاوړي کوي

د افغانستان له‌پاره د اروپايي ټولنې استازي وايي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د هرې اوونۍ په تېریدو اداري فساد زیاتیږي او په هېواد کې د سولې ټينګښت پروړاندې لوی خنډ جوړوي.

اروپايي ټولنې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغان ځواکونو په لیکو کې فساد د اندېښنې وړ دی او دولت ته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه شوې ده.

په افغانستان کې د دې ټولنې د رسنیو برخې مسوول عبدالله یادګاري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، اداري فساد د امنیتي ځواکونو وړتیاوې راټیټوي او طالبان د جګړې په ډګر کې پياوړي کوي.

یادګاري وايي، د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې د امنیتي ځواکونو ځینې جګړه ییز وسایل په طالبانو پلورل کېږي، چې د همدې فساد له امله د جنګ په ډګر کې د امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کېږي.

د اروپايي ټولنې له لوري د اداري فساد سره د مبارزې په برخه دا څلورم کمپاین دی.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دغه وزارت کې د پراخ فساد خبره نه مني او وايي، چې د فساد پروړاندې يې جدي ګامونه اخیستي دي.

جنرال وزیري وویل، د ملي دفاع وزارت په قرار دادونو کې له جنرال نه تر یو عادي کس پورې هغه کسان چې په فساد کې ښکېل وو، عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د دغو څرګندونو په تړاو تراوسه پورې د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست څه نه دي ویلي.

اروپايي ټولنه په داسې حال کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د فساد د موجودیت خبره کوي، چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو استازي له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت له هڅو خوښي ښودلې او د پرمختګ یادونه یې کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام