.jpg)
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند حشمت الله ارشد حکومت د بندیانو خوشې کېدو کې په بېغورۍ تورنوي او وايي، د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د دغه حزب غړي لا هم له بند څخه شوې شوي نه دي.
ارشد د بندیانو نه خلاصون په حکومت کې د ځينو کړیو کار بولي او زیاتوي، د بندیانو خوشې کول هر څومره چې ځنډېږي د سولې بهیر زیانموي.
د ده په خبره، تمه کېده حکومت د حزب اسلامي یو شمېر بندیان نن ورځ (دوشنبه، د اپریل په ۱۰) راخلاص کړي؛ په ژمنه یې عمل ونه کړ.
خو له حزب اسلامي سره د لاسلیک شوې هوکړې عملي کولو کمېسیون ویاند احمد فرزان وايي، "د حزب اسلامي له بندیانو ژمن لیک اخیستل کېږي، دغه راز دوه ضمانت لیکونه د حزب اسلامي له خوا تاییدېږي او بل دا چې له قومي مشرانو تایید اخیستل کېږي، چې دغه ازاد شوي بیا د ترهګرو لیکو ته نه ورځي له دغې پروسې وروسته به ډېر ژر ازاد شي."
.jpg)
فرزان وايي، په لومړي سر کې د حزب اسلامي ۷۰ تنه بندیان ورخوشې کړی شي.
نوموړی وايي، د حزب اسلامي پلاوي له څرخي پله زندان لېدنه کړې او راتلونکې اوونۍ به د بګرام له زندانه هم لېدنه وکړي.
افغان حکومت شاوخوا شپږمیاشتې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب سلامي سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه، چې په دې هوکړه کې یوه ماده له زندانونو د حزب اسلامي بندیانو خوشې کول وو.





