افغانستان د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ په بریا پیل کړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن په لومړۍ نړیواله ۵۰ اوریزه لوبه کی میلمه ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې ته په ۳۰ منډو ماتې ورکړه او روانه لړۍ کې یې ۱ د ۰ بریا په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د ۵ نړیوالو ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ نن دهندوستان په ګریټر نویډا لوبغالي کی پیل شوه چی پکښی افغانستان د پچی ګټلو وروسته لومړۍ لوبه کړه.

دافغانستان لپاره لومړي لوبغاړي ښه وځلیدل چې رحمت شاه ۷۲، نورعلي ځدران ۵۱، شهزاد محمدي ۴۳ او نبي عیسی خیل ۳۴ چټکی منډې جوړې کړې.

ددغه لوبغاړو په ښکلو لوبو سره افغان کرکټ ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو د خپل کرکټ تاریخ درېیم لوړ ۲۹۳ منډو هدف ایرلینډۍ لوبډلې ته کیښود.

په ځوابي لوبه کې که څه هم حمزه د ایرلینډۍ لوبډلې لومړی لوبغاړی ایډي جویس په ۱۳ منډو کې وسوځاوه خو پال سټرلینګ او کپتان ویلیم پورټلفیلډ ښکلې ملګرتیا او لوبه وکړه.

دواړو د ۱ لوبغاړي په سوځیدو ایرلینډۍ لوبډله په ۲۹ م اور کی تر ۱۷۰ منډو ورسوله او دافغانستان خلاف یی خطرناکه ملګرتیا پیل کړی وه چی د راشد خان جادو را ویښ شو.

له یوه اړخه راشد او له بل اړخه دولت او حمزه شول چې هدف ته درسیدو وړاندې یې ایرلینډۍ لوبډله په ۴۷ م اور کې په ۲۶۲ منډو وسوځوله.

دایرلینډ لپاره د کپتان ویلیم پورټلفیلډ ۹مه سلیزه په ۹۸ بالونو د ۱۷ څلوریزو په مټ ۱۱۹ او پال سټرلینګ ۶۸ منډو منځنیو لوبغاړو په اوبو لاهو کړي چې پرې افغان بالر ډیر پیاوړي ول.

که څه هم راشد او دولت ځدران څلور ـ څلور او حمزه دوه ویکټ ترلاسه کړي خو ویلیم پورټلفیلډ د ماتې سره ـ سره په سلیزه د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

ایرلینډي کپتان ویلیم پورټلفیلډ د لوبې وروسته خبرو کې وویل، دوی باید نننۍ سیالۍ ګټلي وای، باید یوه دوه نورې ښې ملګرتیاوې هم شوي وای، خو دا چې ماته یې وخوړه خواشینی دی.

دغه راز ګټوونکي افغان کپتان اصغرستانکزي وویل، د هر سیریز لومړۍ لوبه ګټل مهم وي، د سټرلینګ او پورټلفیلډ ملګرتیا ډیره ښه وه خو شاباس دې دولت او راشد ته وي چې افغانستان ته یې په لومړۍ سیالۍ کې بریا خپله کړه.

ټاکل شوې ده، چې  ددواړو لوبډلو ترمینځ به دروانی لړۍ دویمه دراتلونکی جمعې په ورځ سهار ۸ نیمې بجې ترسره شي چې د افغانستان په بریا سره به  افغانستان له ایرلینډ سره په پنځه ـ پنځه بریاوې حساب برابر کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام