په بادغیس کې ۵ سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي دي

د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند سلام‌وطندار سره به خبرو کې وویل، چې تېره شپه د (مارچ پر ۱۰مه) د دې ولایت د جوند او بالامرغاب ولسوالۍ ۵ پولیس په بالامرغان کې له خپلو وسلو سره له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د بهاند په خبره، پولیس پلټنه کوي، چې د دې پولیسو ضمانت‌کوونکي پيدا او له هغوی پلټنې وکړي.

په ورته وخت کې د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج هم له طالبانو سره د دې پولیسو یوځای کېدل مني او وايي، چې د هغوی پر ځای یې نور پولیس دندو ته لېږلې دي.

هاخوا بیا په بغلان کې د سیمه‌ییزو پولیسو یو قوماندان له خپلو ۶ سیمه‌ییزو پولیسو سره د طالبانو لیکو ته ورغلی دی.

د بغلان مرکزي ولسوالۍ امنیه فوماندان محب‌الله کوهستاني د دې خبر په تایید سره وايي، چې د سیمه‌ییزو پولیسو دغه قوماندان عظیم نومېږي، چې له خپلو ۶ سیمه‌ییزو پولیسو سره د دې ولسوالۍ په ۱۲ سړک کې دنده لرله، چې تېره شپه د (مارچ پر۱۰مه) له رېنجر او وسلو سره د طالبانو له لیکې سره یوځای شوی دی.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په خپلې ټویټرپاڼه کې د دوی له ډلې سره د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان او د هغه د ۶ ملګرو یوځای کېدل تایید کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام