غیرقانوني کډوالي او د قاچاق‌وړونکیو له‌خوا د ښځو جنسي ځورونې

یو شمېر افغان کډوال له د کډوالۍ پرمهال د قاچاق‌وړونکیو له ناسم چلن او جنسي ځورونو نه په داسې مهال شکایت کوي، چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې زیات شمېر افغانان له خپلو کورنیو سره اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ په نیت روان شول.

د رپوټونو له مخې، د دې کورنیو یو شمېر غړي اوبو کې ډوب او د سمندري کبانو خوراک شول او یو شمېر هغه چې له همدومره ستونزه او خطرونو سره ـ سره اروپا ته رسېدلي؛ نه دي منل شوي.

له بله پلوه یو شمېر داسې کورنۍ هم وې، چې ځېنو اروپایي هېوادونو یې پرمخ پولې وتړلې او له ناچارې ورځې د لوړ لګښت له پرې کولو له نمیايي لارې بېرته راوګرځيدل.

فریده هغه مېرمن ده چې کورنۍ یې اروپا ته د تلو توښه چمتو کړې وه؛ خو له نیمایي لارې بېرته را ګرځېدلې. د فریدې کورنۍ هم هڅه کړې وه، چې اروپا ته رسېدو په نیت د ایران له لارې په قاچاقي ډول په دښتو او ځنګلونو کې د سختو ننګونو او ستونزو په ګاللو سره خپل خپل هدف ته ورسېږي.  

فریده وايي، چې د سفر دغو کړاوونو په زغملو یې ځانونه د خپلو پنځو خویندو، یو ورور او مور و پلار په ګډون ترکيې ته ورسول. 

دوی د خپلې کورنۍ کډوالۍ اصلي لامل په افغانستان کې وزګارتیا، ناامني او بې‌وزلي په ګوته کوي.

 فریده زیاتوي، چې د سفر ټولې ستونزې یوې خوا؛ خو د قاچاق‌وړوونکیو نادودې او ناوړه چلند بله‌خوا چې پر وینا یې، ډېر دردونکی حالت و. دا زیاتوي، په دغو لارو کې د مېرمنو له عزت سره لوبې کېږي او په ډېره سپکه سترګه ورته کتل کېږي.

د فریدې په خبره، په ترکیه کې ځېنو هغو کډوالو کورنیو خپلې کیسې ورسره شریکې کړې، چې د جنسي تېریو ښکار شوې وې؛ نو ځکه خو يې پلار نور د مدینې فاضلې له خیره تېر او بېرته یې د وطن لاره خپله کړه.

  وحید نومي یو بل ۱۹ کلن افغان زلمی چې غوښتل یې له قاچاقي لارو جرمني ته ځان ورسوي؛ خو په لارو له سختو ستونزو سره مخ شوی. 

وحید وايي، چې له خپلوانو او دوستانو يې ۱۳۰۰ امریکایي ډالر پور کړل او ځان یې ترکيې ته ورسولو؛ خو د کډوالو پر مخ د اروپايي هېوادونو پولو تړل کېدلو له امله اړ شو، چې یو څه موده په ترکيه کې پاتې شي.

ده وویل، چې قاچاق‌وړونکیو ورسره ډېرې ژمنې کړې وې، چې ان جرمني ته به يې رسوي، خو کله چې ترکیې ته ورسېدل او قاچاق‌وړونکي ترې پیسې واخیستلې او دوی ته یې د پولې د بندښت موضوع بهانه کړه، په داسې حال کې چې قاچاق‌وړونکي د پولې له بندېدلو نه پخوا خبر وو.    

دی همدارنګه زیاتوي، چې قاچاق‌وړونکي ترې د پولې له خلاصېدو وروسته د ده د رسولو په نامه نورې پيسې غوښتې او دوی تر جرمني رسوي؛ خو په ترکیه کې د قاچاق‌وړونکي پیسو پيداکولو په موخه يې د بوټونو جوړولو په یوه فابریکه کې د شپې له‌خوا کار پيداکړ.

وحید خپله کیسه داسې غځوي، چې په فابریکه کې د نه مهارت له امله د کیڼ لاس ۴ ګوتې غوڅې شوې او په ناهیلۍ سره بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

د ده پر وینا، سره له دې چې له قاچاقي لارو جرمني ته د سفر له ځېنو ستونزو خبر و؛ خو د کورنۍ ناوړه اقتصادي حالت اړ کړ، چې هر څه ته غاړه کېږدي.

ده له نورو افغانو ځوانانو وغوښتل چې هېڅکله د غیرمنظمې کډوالۍ په موخه بهرنیو هېوادونو ته زړه نه‌کړي، ګنې د ده له برخلیک سره به مخ شي.

بل خوا د افغانو ښځو شبکه هم اندیښنه لري چې اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو د تلو پرمهال یو شمېر افغانې مېرمنې هم له جنسي ځورونو سره مخ شوې دي.

د افغانو ښځو شبکې یوه غړې د نوم د نه خپرولو په شرط وايي، اروپايي هېوادونو ته ډېرو افغانانو د کډوالۍ پر مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخې شوې دي، په ځانګړي توګه مېرمنې د جنسي تېریو قرباني شوې دي.

سره له دې چې دوی کره شمېرې نه لري، چې پر قاچاقي لارو څومره غیرمنظمې کډوالې مېرمنې د جنسي ځورونو ښکار شوي؛ خو زیاتوي، چې دا ځورونې له څوو کلونو راهیسې دوام لري، چې په وروستیو کلونو کې یې پایلې او پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

د افغانو ښځو شبکه په دې برخه کې له هغو مېرمنو سره د خبرو اترو یو پروګرام لري چې د غیرمنظمې کډوالۍ پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخې شوې وي، چې د همدغه پروګرام پر بنسټ دا شبکه خپل معلومات او وړاندیزونه د ښځو چارو وزارت، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او نورو اړوندو دولتي او نادولتي بنسټونو سره شریک کړي، چې په راتلونکي کې د دا ډول ستونزو مخنیوي پر لارو چارو غور وشي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت اروپا ته پر قاچاقي لارو د افغان کډوالو جنسي ځورونې، مړینه، اوبو کې ډوبېدل او نورې ستونزې تاییدوي؛ خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه‌لري.

د دغه وازرت مطبوعاتي سلاکار حفیظ‌‌‌ ‌میاخېل سلام‌وطندار ته وویل چې، ترکیه کې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت کومه ځانګړې څانګه نه‌لري؛ خو دا ستونزې او شکایتونه به په ترکیه کې د افغانستان سفارت له لارې وڅېړي.

میاخېل پر قاچاقي لارو د قاچاق وړونکیو په لومه کې د پناه‌غوښتونکیو افغانانو لوېدل او د هغوی ستونزې او جنسي ځورونې له ناقانونه کډوالۍ سره تړلې بولي.

میاخېل وایي، چې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت به د غیرمنظمې کډوالۍ زیانونو په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه ګړندي کړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار زیاتوي، چې د ۲۰۱۵ په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د غیرمنظمو کډوالو شمېر کم شوی دی.

د ښاغلي میاخیل په خبره، په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰ زره افغانانو اروپايي هېوادونو کې پناه غوښتې وه؛ خو د ۲۰۱۶ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې دا شمېر ۶۰ زرو ته راټیټ شو. 

نوموړي د غیرمنظمو کډوالو شمېر کموالي اصلي لامل د کډوالۍ په اړه د شرایطو سختېدل او د غیرمنظمې کډوالۍ مخنیوي په موخه د افغانستان ــ اروپايي ټولنې، افغانستان او المان ترمنځ ګډو اعلامیو لاسلیک کېدل په ګوته کوي. 

میاخېل همدارنګه زیاتوي، چې په روان ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې د دوی وړاندوینه دا ده، چې د غیرمنظمو کډوالو په شمېر کې به نور ټيټوالی هم راشي، ځکه چې په دې برخه کې د اروپايي هېوادونو شرطونه نور هم سخت شوي دي.

په دې اړه د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM وایي، د دوی د څېړنې پر بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې ۷۰ سلنه غیرمنظم کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي وو.

په افغانستان کې د دغه نړیوال سازمان څانګې مشر لورنس هارت سلام‌وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په غیرمنظمه کډوالۍ کې له وګړیو سره ډول ـ ډول زور ـ زیاتی کېږي.    

په افغانستان کې د کډوالو نړیوال سازمان څانګې مشر لورنس هارت په ټینګار سره وویل، دوی هڅه کوي، چې په اوږد مهاله موده کې دغه کډوال له ننګونو وژغوري.

ده وویل، چې دوی له دولتي او نورو اړوند بنسټونو سره په دې کار کوي، چې کډوالو ته په خپل هېواد کې سر پنا پیداکړي، چې په دې توګه له جنسي، او رواني ګواښونو خوندي شي. ده زیاته کړه، چې دوی د نورو کارونو تر څنګ په دې هم کار کوي، چې د عدلي او قضايي بنسټونو ظرفیت لوړ شي، پر قاچاق‌وړونکیو قانون پلی شي او د قاچاقي لارو خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوي ورکړي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام