د غزني په سیمهییزو رسینو کې ښځینه کارکوونکې وايي، چې له نورو ښځینهوو زیاتې ځورول کېږي او ان دا چې د وژنې ګواښ ورته کېږي.
د دوی پر وینا، ځېنې کسان ورپسې کیسې جوړوي او پر کورنیو يې فشار راوړي.
ګیتا چې له رسنیزو کارونو سره د ډېرې مینې له امله اوس د غزني په یوې سیمهییزې رسنۍ کې کار کوي، وايي، چې د دودیزې ټولنې له انګېرنو او ستونزو سره ـ سره بیا هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.
په ښارونو کې د ښځینهوو په ځانګړي توګه د پیغلو نجونو ځورول نوې خبره نه ده؛ خو دا مېرمنې وايي، چې د دوی شهرت د ځورولو سبب شوی دی. بېلابېل کسان وخت ـ ناوخت دوی سره اړیکه نیسي او خپله لېوالتیا ورته څرګندوي.
اغلې ګیتا وايي، کله چې د ځوروونکیو کسانو ته د کومې ځوروونکې خبرې په اړه غوڅ ځواب ورکړي؛ سپکې سپورې ورته وايي او په مرګ یې ګواښي.
د اغلې ګیتا پروینا، زیاتره بې بنسټه کیسې او روایتونه په رسنیو کې کارکوونکیو نجونو ته نسبتېږي او دا مسله دوی او د دوی کورنۍ ځوروي.
د غزني سیمهییزې رسنۍ کې بله ویانده زهره احمدي بیا د ټیلیفون له لارې د ځورولو ستونزه د دوی پر وړاندې یوازینۍ ستونزه نه ګڼي، بلکې وايي، په ښار کې د تګ ـ راتګ پر مهال او یا هم په پلورنځیو کې د ځېنو بېکارو او اوزګارو وګړیو لهخوا ځورل کېږي.
مزاري محبوب د ښځو حقونو فعاله او هغه مېرمن چې کلونه يې د غزني په سیمهییزو رسنیو کې کار کړی وايي، چې یو شمېر مسوولان او لوړ پوړي حکومتي چارواکي له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکیو د کور پته او شمېره پیدا کړي او ویې وګواښي.
په همدې حال کې د غزني د خبریالانو ټولنې مسوول محمدعارف نوري د رسنیو ښځینه و کارکوونکیو ځورونې په تایید سره سلاموطندار ته وویل، چې دا مسلې او د وسلهوالو مخالفانو لهخوا د رسنیو کارکوونکیو ګواښ له امله ډېرې مېرمنې په رسنیو کې کار ته زړه نه ښه کوي او نورې دندې لټوي.
اوسمهال غزني کې ۲ ټلوېزیونه او ۷ راډیوګانې خپرونې لري؛ خو په وروستیو کلونو کې په رسنیو کې د ښځینهوو حضور پیکه شوی دی.