په کندوز کې ۲خویندې د جراحي ډاکټر بې‌غورۍ او امکاناتو نشتوالي وژلي دي

سلاموطندار موندلې ده، چې دوه خویندې د جاغور عملیاتو په پایله کې د مسوولو ډاکټرانو بې‌غورۍ او په خصوصي کلېنیک کې د امکاناتو نشتوالي له امله وژل شوي دي.

د بغلان جرخشک اوسېدونکې حلیمه او صابره د جاغور یا تیرویید په ناروغۍ اخته وې. دغه دوه خویندې چې هریوې، یې ۶ او ۴ ماشومان لرل وروسته له هغې چې په کندوز کې د یو مجهز روغتون په موجودیت خبریږي، د جاغور لرې کولو له پاره مراجعه کوي.

صابره او حلیمه په "افغان سنټرال هند خصوصي کلېنیک" عملیات کېږي، خو له عملیات وروسته دغه روغتون د دغو دوو خویندو بېروحه جسدونه یې کورنیو ته سپاري.

د دغو دو خویندو ورور عبدالله سلام‌وطندار ته وویل، د "افغان سنترال هند کلېنیک" ډاکټرانو باید له عملیاتو مخکې ټول لازم معاینات پوره کړي وی، له معاینانو پرته یې عملیات وکړل.

دی وايي، چې د عملیاتو له پاره یې ۴۵ زره افغانۍ هم روغتون ته تحویل کړې وې.

عبدالله وايي، د دغه روغتون د جراحي ډاکټرانو بې‌غورۍ له امله یې د دوو خویندو کورونه وران شول. دی وايي، چې خویندو یې بله هېڅ ناروغي نه لرله.

نوموړی د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو په دې برخه کې د مسوولانه چلند غوښتنه کوي.

د کندوز د عامې روغتیا ریاست ځای ناستي رییس عبدالمتین عاطفي سلام وطندار ته وویل، جاغور ناروغي د ژر مړینې سبب نه کېږي او زیاتوي، جراحي ډاکټرانو د معایناتو نه بشپړېدو، د داخلې ډاکتر له موافقې پرته او د ناسم جراح ذبیح الله له امله مړې شوي دي.

عبدالمتین وايي، چې دغه ډول عملیاتونه باید په یو مجهز روغتون کې ترسره شي، چې دغه روغتونونه بشپړ امکانات نه لري.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ځایناستی وايي، له دې پېښې یو ورځ مخکې د عامې روغتیا، ولایتي شورا، پولیسو او له نورو بنسټونو د جوړ شوي ټیم څېړنو پر بنسټ د دغه کلېنیک جراحي او لابراتوار څانګه د نامجهزتوب او ناقانونوالي له امله تړل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام