.jpg)
د اصغر فرهادي پېروندونکي په نوم فلم ۱۳۹۴ لېږدیز لمریز کال کې جوړ شوی و او د غیرانګلیسي ژبې فلم اسکار غوره جایزه یې وګټله.
اصغر فرهادي د پېرودونکي ایراني فلم کیسه لیکوال او ډای ریکټور دی.
د کډوالو په اړه د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنجالي فرمان صادرولو او څرګندونو د غندنې په دود اضغر فرهادي د اسکار جایزې په مراسمو کې ګډون ونه کړ.
فرهادي دغو مراسمو ته انوشه انصاري او فیروز نادریې د خپلو استازو په توګه د ۲۰۱۷ کال د اسکار ۸۹ پېر مراسمو ته وروپېژندل.
د برجنکینز په ډارېکټورۍ د سپوږمۍ Moonlight په نوم فلم چې په ۲۰۱۶ کال کې د امریکې په متحده ایالتونو کې د یو کس ژوندلیک په ډرامه يي سبک خپور شوی و، د سږني کال اسکار غوره جایزه وګتله او دغه راز ایراني پېرودونکي فلم هم د اسکار جایزې ګټونکی شو.
.jpg)
د پېرودونکی د فرهادي ۷ غوره مهشور فلم دی. دغه فلم لومړی "برسد به دست اهو" په نوم و، چې بیا د فلم ډکولو په نمايي کې د پېرودونکي په نوم ونومول شو.
د فرهادي دغه فلم د ایران ترټولو زیات پلورل شوي فلم " پیشتر در دستان «محمد رسولالله»" ریکارډ مات کړ.
ښاغلی فرهادي په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له نادره د سیمین بېلېدو په نوم جوړ شوي فلم یې هم اسکار جایزه ګټلې وه.
اصغر فرهادي، ویتوریو دسیکا، اینګمار برګمن او فدریکو فلینی هغه څلورتنه دي، چې له یو ځل یې زیات فلمونو یې اسکار جایزه ګټلي دي.





