
د افغان فوټبال فدراسیون مشر کرامالدین کریم نن یکشنبې په یوه خبري ناسته کې د یو کال لهپاره المانی اوتو فیسټر د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه معرفي کړ.
د فوټبلا فدراسیون مشر کرام الدین کریم رسنیزه غونډه کی وویل، المانی اوتو فیستر به لدی وروسته به د پخواني مشر روزونکي پیټرشیګرټ په ځای د افغانستان فوټبال ملي لوبډلی د مشر روزونکي دنده په غاړه ولري.
دغه راز ځایناستي روزونکي او پخواني لوبغاړي انوش دستګیر د افغان فوټبال فدراسیون د مشر کرامالدین کریم لهخوا د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی اعلان شو.
د فوټبال ملي لوبډلې پخوانی روزونکی منصور فقیریار هم په رسمي توګه نړیوال فوټبال ته د پای ټکی کېښود، چې د فوټبال ملي لوبډلې د ګول ساتونکی روزونکی وټاکل شو.
دغه راز عليعسکر لعلی فوټبال فدراسیون د بیاځلي یوځای کېدو وروسته د ملي لوبډلې مسوول او منیجر اعلان شو، چې په سفرونو کې به له ملي لوبډلې سره ملګری وي.
همدارنګه پخواني منیجر مصطفی مهرزاد هم بېرته ملي لوبډلې ته راستون شو، چې د لوبډلی د کارډیناټور یا تنظیموونکي په توګه اعلان شو.

د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر کرامالدین کریم خبري غونډی ته وویل، اوتو فیسټر په نړیوال فوټبال کې د روزنې څو لسیزې تجربه لري، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لهپاره ګټور ثابتېدلی شي.
د نوموړي پر وینا، افغان فوټبال فدراسیون ته د اسیا فوټبال جام سیالیو ته د رسېدو هدف لري، چې اوتو فیسټر په دې برخه کې ښه تمامېدلی شي.
نوي روزونکي اوتو فیسټر پهخپلو خبرو کی وویل، له افغان فوټبال ملي لوبډلې سره روزنه ویاړ او هم چلنج دی. نوموړی چلنج خوښوي او یادونه یې وکړه، چې د افغان فوټبال د پرمختګ لهپاره بېلابېلو پلانونه لري.
اوتو فیسټر اوسمهال ۷۹ کاله عمر لري، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مخکې په ۴ وچو کې د بېلابېلو فوټبال کلپونو د روزنې ترڅنګ د ۹ هېوادونو عاج ساحل، کیمرون، ټوګو، ګانا، سعودي عربستان، بنګلهدېش، ټرینیډاډ او ټوبیګو، سینګال او راونډا هېواد فوټبال ملي لوبډلو سره د روزنې تجربه لري.
د اوتو فیسټر په روزنه کې بېلابېلو لوبډلو ۱۶۰ سیالۍ کړي دي، چې په ۱۰۱ لوبه کې یې بریا او ۳۱ کې ماتې خوړلې دي؛ خو ۲۸ سیالۍ بیا برابرې پای ته رسېدلي دي.
دغه المانی روزونکی په ۱۹۳۷ کال کی زېږېدلی دی، چې له ۱۹۵۷ کال څخه یې تر ۱۹۷۲ کال کې پورې د برید په لیکه کې فوټبال وکړ او له هغې راهیسې د روزنکي دنده لري.





