پر ۲۰ کلنې ښځې جنسي تېری؛ هر څه له یو تصادفي ټلیفون نه پیل شول

«رواني حالت مې ښه نه و، یوه ورځ مې ماما سره په ټلیفون د خبرو کولو له‌پاره له خونې بېرون راووتم، زنګ مې ووهلو، اړیکه تصادفي د جمشید په نوم له یو سړي سره وصل شو.» دا په تخار کې د هغې ۲۰ کلنې ښځې خبرې دي، چې د څوو کسانو له‌خوا پرې په پرله‌پسې ډول ډله‌ییز جنسي تېری شوی دی. دا ښځه وايي، د وخت په تېرېدو یې له جمشيد سره اړیکه ډېرېدله او بالاخره د هغه په واسطه له کوره وتښتول شوه او څو ځلې له (انور او هارون) سره یوځای پرې جنسي تېری وشو.

د دې چې له واده یوه میاشت تېرېږي؛ وايي، چې کورنی تاوتریخوالی او د مېړه ناسم چلن د دې لامل شوی و، چې د عاطفي اړیکې په پار جمشید ته نږدې شي.

د هغې پر وینا، چې جمشید له دوستانو سره یوځای ۵ ورځې په مخفي ډول ساتلې وه او د خوب‌‌راوړوونکیو درملو په واسطه یې پرې څو ځلې تجاوز کړی دی.

دا ښځه زیاتوي، چې څه موده وروسته جمشید له خپلو دوستانو سره یوځای د ښځو چارو ریاست د دروازې په خوا کې خوشې کړه او هغوی ترې لاړل.

دا د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ د یوې لرې قریې اوسېدونکې ده.

د تخار د والي ویاند سنت‌الله تیمور د دې قضیې پخلی کوي؛ وايي، چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

یوې سرچینې سلام‌وطندار ته د نوم نه‌ اخیستلو په شرط وویل، چې په دې قضیه کې پولیس هم لاس لري.

غوښتل مو په دې اړه د تخار امنیې قوماندانۍ نظر هم راواخلو؛ خو له پرله‌پسې اړیکو وروسته بیا هم بریالي نه شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام