.jpg)
بارسلونا د اتلاتیکو مادرید لوبډلې په شاته پرېښودو د اسپانیې حذفي جام فوټبال سیالیو فاینل ته ورسېد. د سیالیو رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخی، د دغه جام راتګ پړاو نیمه پای لوبه بېګا شپه د اتلاتیکو مادرید او بارسلونا فوټبال لوبډلو ترمنځ د بارسلونا په کوربتوب ترسره شوه.
د بېګا شپې په سیالۍ کې لویس سواریز د لومړۍ نیمایي په ۴۳ دقیقه کې د خپلې لوبډلې او دفاعي اتلې بارسلونا په ګټه د سیالۍ لومړی ګول ووهلو.
د لوبې په دویمه نیمایي ۷۶ دقیقه کې د اتلاتیکو مادرید لوبډلې په ګټه ګیمارو هم د خپلې لوبډلې په ګټه د لوبې برابرولو ګول وکړ.
.jpg)
دواړو لوبډلو له لومړیو ګولونو وروسته پرېکړه کوونکي ګول هڅې وکړې؛ خو بریالي نه شو.
دا چې بارسلونا لوبډلې لومړۍ نیمه پای لوبه د تګ پړاو سیالۍ ۲ د ۱ ګول په وړاندې ګټلې وه، نو فاینل کې یې ۳ د ۲ ګولو په مخکېوالي د لوبېدو ځای ترلاسه کړ.
ټاکل شوې، د روان جام دویمې نیمه پای لوبې د راتګ پړاو لوبه به سبا شپه د افغانستان په وخت ۱۲ نیمې بجې د الاویس او سیلتاډي ویګو لوبډلو ترمنځ وشي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د دویمې نیمه پای لوبې د تګ پړاو لوبه بې له کوم ګوله په مساوي توګه پای ته رسېدلې وه؛ چې د سبا شپې ګټوونکې لوبډله به د بارسلونا خلاف فاینل کې د لوبېدو چانس ترلاسه کړي.
.jpg)
د اسپانیې حذفي جام فوټبال سیالۍ د تېر۲۰۱۶ کال اګست میاشتې په ۳۱ مه نېټه د اسپانیې هېواد د ۸۳ فوټبال کلپونو ترمنځ پیل شوي دي.
د روان ۱۱۵ پړاو اسپانیې حذفي جام فوټبال سیالیو اتله لوبډله د مې میاشتې په ۲۷ نېټه په اسپانیه کې اعلان شي.
بارسلونا د تېرځل سیالیو دفاعي اتله ده، چې سږ کال به د ۲۹ ځل له پاره د اسپانیې حذفي جام فوټبال سیالیو د اتلولۍ ګټلو په خاطر هڅه وکړي.





