.jpg)
وروستیو واورو او ایمالونو(واورې ښویېدنو) د ځینو نورو ولایتونو سربېره نورستان ولایت هم سخت و ځاپه. یوازې د هغه ولایت په برګمټال او ځینو نورو ولسوالیو کې د واورې اورښت او ایمالونو د شنبې او یک شنبې په ورځو له ۸۰ د ډېرو کسانو ژوند واخیست او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (د سلواغې په ۱۹ ) د سیمه ییزو چارواکو او په ملي شورا کې د نورستان استازو په ملتیا د پېښې قرباني کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه ناورین ځپلې سیمې ته سفر وکړ.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې په ځای کې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې قرباني شویو کورنیو ته د لا ډېرو مرستو رسولو تر څنګ دې د ټپیانو ښه درملنه هم وکړي.
شاه حسین مرتضوي وویل، ولسمشر د نورستان د خلکو ستونزې او د هغوی پیغامونه واورېدل او د حل په برخه کې یې ژمنه وکړه.
د مرتضوي پر وینا نورستان ته یو اندازه بېړنۍ مرستې رسېدلي او د سفر پرمهال ولسمشر د نورستان له وکیلانو او ځايي خلکو سره خبرې کړي، چې د اوښتو زیانونو او د مرستو په اړه به ګامونه واخیستل شي.
.jpg)
په ورته وخت کې د نورستان ولایت سرپرست والي حافظ عبدالقیوم سلام وطندار ته وویل، چې نن یې هم د ۵۳ ولسي خلکو مړي خاورته سپارلي دي.
واورې ځپلو له پاره د مرستو راټولولو ولسي هڅې
دغه راز ولسي وګړو او مدني فعالانو په جلال اباد او د کونړ په مرکز اسعداباد کې د برګمټال مصیبت ځپلو کورنیو له پاره د مرستو راټولولو په موخه خیمې درولې دي.
دوی وايي، چې د نورستان او ختیځو ولایتونو د مصیبت ځپلو له پاره به تر راتلونکو ۳ ورځو پورې دا کمپاین روان وساتي او راټولوې شوې مرسته به اړمنو کورنیو ته ورسوي.
وروستیو اوروښتونو د ټول هېواد په کچه د شاوخوا ۱۵۰ کسانو ژوند واخیست، چې ۸۳ یې یوازې په نورستان کې ووژل.





