پاکستان کې ۷۰۰ افغان کډوالو ته د مبایل او ارایشګرۍ زده‌کړې ورکول کيږي

دغه زده‌کړې به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له‌خوا په پاکستان کې افغان کډوالو ته ورکول کيږي او له پلې کېدو وروسته به دوی ته د دایمې کار کولو لاره هواره شي.

یاده اداره غواړي ۷۰۰ افغان کډوالو هلکانو او نجونو ته د موبایل جوړولو او سینګار په برخه کې زده‌کړې ورکړي.

د دغې دفتر د چارواکو پر وینا، په‌دې پروژې به ۳۰ میليونه پاکستاني کلدارې لګښت راځي.

په پاکستان کې د "یو، این، ایچ، سي، آر" ویاندې دنیا اسلم خان ویلي، اوس‌مهال په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ۶۴ سلنه ځوانان جوړوي، چې د دې پروژې له لارې دوی غواړي له زده‌کړو وروسته هغوی خپل کاروبار شروع کړي.

دنیا اسلم دا هم وايي، چې دغو هلکانو او نجونو ته به د زده‌کړو اسناد او نورې مرستې هم ورکول کيږي، چې هغوی سره په کار پیدا کولو کې هم مرسته وکړي.

د دغې پروژې د پېل کېدو  په اړه یو افغان کډوال نیک محمد سلام وطندار ته د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د زده‌کړو سره سره به دا کسب د کار موندلو په برخه کې ګټور ثابت شي.

دا پروژه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې په هغه سیمو کې پیل شوې، چې هلته افغان کډوال ژوند کوي.

د ملګرو ملتو د کډوالو اداره په پام کې لري، چې دا پروژه نورو هغه سیمو ته هم وغځوي چې افغان کډوال په‌کې ژوند کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام