د عامې روغتیا وزارت خلکو ته په وړیا توګه ۱۲ ډوله واکسینونه ورکوي

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې په دې ۱۲ ډوله واکسینونو کې د تور زېړي، پولیو، بي في جي، دسترویا، توبرکلوز، تورې ټوخلې، انفلونزا، سینه‌بغل، سرخکان او تي تي واکسینونه شامل دي، چې په ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو کې شته او ښاریان کولی شي، چې دغه واکسینونه په وړیا توګه تر لاسه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت رییس ډاکتر سردار محمد پروېز سلام‌وطندارته وویل، چې د هېواد ټولو روغتونونو کې یې  ۱۲ ډوله واکسین ویشلي دي، چې وطنوالو ته د اړتیا پر وخت تطبیقېږي.

په ورته وخت کې د پلازمېنې کابل روغتون د ماشومانو روغتیا څانګې د واکسین برخې مسووله ډاکتره حلیمه بلوچ‌زاده وايي، چې د عامې روغتیا وزارت دغه روغتون ته ۹ ډوله ځانګړي واکسین او څو مخلوط ډول واکسن ورکړي، چې وطنوالو ته یې په وړیا تطبیق کړي.

ډاکترې بلوچ‌زاده زیاته کړه، چې دوی هره ورځ په منځنۍ توګه له ۵۰ تر ۷۰ کسانو ته دغه واکسین ورکوي.

له دې مخکې به ډېرو کورنیو د بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه‌شو کولی، چې خپلو اولادونو ته روغتیايي واکسین وکړي؛ خو اوس‌ ټولې کورنۍ کولی شي، چې د ناروغیو پر مهال خپلو ماشومانو ته په وړیا ډول دغه واکسین تطبیق کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام