
د هرات حوزوي روغتون مسوولان وايي، چې په دې ولایت کې د توقع خلاف د تېرو کلونو په پرتله د ترافیکي پېښو تلفات زیات شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، چې د روان لمریز کال له پیله تراوسه په ترافیکي پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي، چې ډېرې هغه یې د هرات په ولسوالیو او لویو سړکونو وژل شوې دي. د ده په خبره، په دې موده کې له ۵ زرو زیات وګړي ټپیان هم شوي دي.
په ورته وخت کې د ټپیانو د کورنۍ یو شمېر غړي د هرات ولایت د لویو لارو پولیس په بېپروایۍ تورنوي، چې په لویو لارو د تلونکیو مسافرو موټرو تېز تګ نه شي کنټرولولی.

د هرات دوه تنه اوسېدونکي مولوي غفار او عزیز احمد د پېښو د قربانیانو د کورنیو غړي وايي، چې په لویو لارو د مسافروړونکیو موټرو مزل غیرقانوني دي. د دوی په خبره، موټرې د ژر رسېدلو لهپاره په خپلو کې سیالي کوي، چې زیان یې عام وګړي ویني.
د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده په لویو لارو باندې د موټرو د تېز تګ ستونزه مني؛ خو وايي، چې د پولیسو د کم تشکیل له امله نه دي توانېدلي، چې په دې لاره د ترافیکي پېښو کچه راکمه کړي.
یوه اوونۍ مخکې د هرات ـ شینډنډ پر لاره یوه ترافیکي پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۲ ټپیان شوي وو.
د ټرانسپورټ وزارت مرستیال میاشت مخکې هرات ته د یو سفر پر مهال ویلي وو، چې دوی د ترافیکي پېښو د کموالي په پار، به له یو ولایت نه بل ولایت ته د تلونکیو موټرو لهپاره ځانګړی وخت وټاکي، خو شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، چې تر اوسه د ټرانسپورټ وزارت د مرستیال ژمنه نه ده عملي شوې.





