د هلمند ښځینه پولیسې: که د ترور مخه ونه نیول شي؛ دندې پرېږدو

د هلمند په شان په یو لوی او تقریباً سنتي ولایت کې د ګوتو په شمېر ۵۰ ښځینه پولیسې د ځانګړو امنیتي تدابیرو له پاره د امنیتي ځواکونو لیکو کې دنده لري؛ خو سره له نورو ناخوالو له خپل ناڅرګند مرګ نه په وېره کې دي.

دوی وايي، که یې ژوند خوندي نه شي؛ مجبورې دي، چې خپلې دندې پرېږدي او په کور کېني.

پولیسې امینې سلام وطندار ته وویل، هره شېبه له دې وېرېږي، چې د کومې وسله والې او یا تښتوونکې ډلې له خوا ترور یا برمته نه شي. دا اندېښنه ښيي، چې د حلالې روزۍ د پيدا کولو نورې لارې چارې هم لري؛ خو د هېوادني احساس له مخې د امنیتي ځواکونو لیکو ته راغلي دي.

د لښکرګاه بله پولیسه بي بي حاکمه هم د خپلو هم کتارانو د نامعلوم مرګ نه په وېرې سره اندېښنه ښيي، چې تر اوسه ۶ همکارانې وژل شوي، ځکه خو دوی هم وېرېدلي، چې په نامعلوم ډول ونه وژل شي.

 د ۵۰ ښځینه پولیسو څارمنه ملالۍ هم له ناڅرګند ژوند نه په وېرې سره وايي، چې په هر حالت کې به خپله دنده ترسره کوي. د دې به خبره، دوی دومره وېرول شوي، چې حتا د خپل ځان امنیت نه شي ساتلی.

ملالۍ او د هغې هم سنګرې غواړي، که ټولنه او دولت د ښځینه وو پولیسو درناوی وکړي او ترڅنګ یې د ترور او ناڅرګندې وژنې مخه ډب شي؛ د ښځینه پولیسو شمېر به زیات شي.

خو د هلمند امنیه قوماندان پاسوال اقا نور کینتوز که څه هم د ښځینه پولیسو له کاره راضي ښکاري؛ خووايي، چې د هغوی د ترور او وژل کېدا وېره هسې پلمه ده، ځکه هغوی په سیمه کې هېڅ ستونزه نه لري؛ بلکې د کورنیو له خوا له فشار سره مخې دي.

د هلمند ښځینه پولیسې د لښکرګاه ښار په ګډو په مارجې او ګرېشک ولسواليو کې له نارینه پولیسو سره د تالاشي او پلټنې په ځایونو کې دنده لري، چې تر ډېرې ښې ارزول شوې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام