داعش د ننګرهار په هسکې مېنه کې د مدرسې ښوونکي یرغمل کړي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، نن سهار د (جنورۍ پر ۱۵مه) داعش وسله والې ډلې د د دې ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو سیمه کې د شپولې په نوم د یوې دیني مدرسې یو شمېر ښوونکي یرغمل کړي دي.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي د پېښې پخلی کوي؛ خو د ښوونکیو د وړلو د علت او کره شمېر په اړه څه نه وایي. دی زیاتوي، چې داعش وسله والې ډلې دغه ښوونکي په یوې نامعلومې خوا وړي دي.

ولسوال سازولي همدرانګه وايي، چې سیمه ییزو پولیسو پر داعش وسله والو ډزې هم کړي؛ خو هغوی د ښوونکیو په یرغملولو بریالي شوي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې یو شمېر داعش وسله وال په یو موټر کې ورغلي او له تالاشۍ او پلټنې وروسته یې ۱۲ معلمان موټرو ته له پورته کولو وروسته د نرۍ اوبو سیمې ته وړي دي.

دغه شخص همداراز زیاته کړه، چې دغو ښوونکیو د مدرسې له زده کوونکیو ازموینه اخيستله، چې داعش ډله پرې راغله او له ځانه سره یې یوړل؛ خو نورو وګړیو ته یې څه ونه ویل.

د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی هم د پېښې پخلی کوي؛ خو د ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام