
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي سلام وطندار ته وویل، چې د کورنیو چارو وزارت جنايي ریاست د افغانستان د باربري ټولنې رییس طلا محمد اتمانزی له ۵ کسانو سره نیولی دی.
د الکوزي پر وینا، د باربرۍ اتحادیې له دوو ورځو راهیسې د حکومت له خوا د دوی ستونزو ته د نه پام لرنې له امله کاري اعتصاب کړی دی.
خان جان الکوزي زیاته کړه، تېره ورځ د دې ټولنې یو شمېر موټر چلوونکو لاریون کړی و، چې د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ اخوډب کې د موټر یو خاوند وژل شوی او د یو پولیس په ګډون څو تنه نور ټپیان شوي دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، که حکومت د دې خونې د باربرۍ ټولنې رییس د کاري اعتصاب په جرم نیولی وي، ناقانونه کار يې کړی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت له جرایمو سره د مبارزې عمومي رییس سید عبدالغفار سید زاده د طلا محمد نیول کېدو تایید ترڅنګ سلام وطندارته وویل، چې طلا محمد ورته ځان عادي کس ورپېژندلی او په ننګرهار کې د باربري موټرونو د درولو په جرم نیول شوی دی.
د سیدزاده پر وینا، کورنیو چارو وزارت په لویو لارو کې د خپلو سرو پیسو اخیستلو موضوع هم څېړي.
نوموړی وايي، چې یو شمېر موټر چلوونکو او سوداګرو له طلا محمد نه شکایت کړی، چې ناقانونه پیسې یې ترې اخیستي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې تېره اونۍ خبرداری ورکړی و، که حکومت په لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستلو مخه ونه نیسي، خپل ټول ترانسپورتي فعالیتونه به ودروي؛ خو د حکومت له خوا د مثبت ځواب نه ورکولو په غبرګون کې دغې ټولنې د دوشنبې ورځې راهیسې کاري اعتصاب کړی دی.





