که د غیرقانوني اخاذو اخستل بند نه شي؛ ټرانسپورټي سېستم درېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، چې د کابل په دروازو کې ادارې او بېلابېل بنسټونه له سوداګرو اخاذي اخلي او که د لیندۍ تر ۲۲ مې نېټې پورې دا ستونزه حل نه شي؛ دوی به خپل ټرانسپورټي فعالیتونه ودروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو نن دوشنبې د (ډېسمبر پر ۵مه) یوې خبرې غونډې ته په خبرداري ډول وویل، که حکومت د سوداګرو ستونزو ته پام ونه کړي؛ دوی به د دغې خونې د لېږد ـ رالېږد فعالیتونه ودروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي، چې د ښاروالۍ، پولیسو، ګمرکونو، سیار مراقبتونو او ولسي جرګې استازیو په ګډون دولتي ادارې د کابل په دروازو کې په بېلابېلو پلمو پیسې اخلي.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه، چې حکومت له مالیه ورکوونکیو سره دوه ګونی چلند کوي او په حکومت کې یو شمېر لوړپوړي کسان مالیه نه ورکوي.

دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي غونډې ته وویل، سره له چې حکومت سوداګرو ته کومه اسانتیا نه ده برابره کړې؛ خو بیا هم سوداګر په خپل وخت مالیه ورکوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان د مالیې راټولولو سیستم په فساد ککړ دی او حکومت په ناروا ډول له سوداګرو مالیه اخلي.

ده په ټینګار سره وویل، چې د مالیې په سیستم، محصول راټولولو او بلانس کې فساد او ستونزې شته او په ځلونو یې ویلي، چې د سیار مراقبت په نوم پیسې اخیستل کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال زیاته کړه، چې حکومت په بېلابېلو دلایلو له سوداګرو او موټر چلوونکیو مالیه اخلي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت ویاند اجمل عبید عبدالرحیمزي سلام وطندار ته وویل، چې د مالیې وزارت له خصوصي سکټور سره په مشورې ټول مالیاتي قوانین اجرا کوي.

ښاغلي عبدالرحیمزي دا هم وویل، چې د مالیې وزارت په ګمرکونو کې د مالیې راټولولو په برخه کې د نورو بنسټونو مخه نیولې ده او پر وینا يې، له خصوصي سکټور نه د دوی ملاټر د هېواد له اقتصادي نظام نه ملاټر دی.

د هر حکمي شخص، سهامي او محدودالمسوولیته شرکت او یا هم کوم بل تشبث د کلنیو عوایدو په پام کې نیولو سره، ماليي پرې پلي کېږي.

پرعوایدو د مالیې لګول عبارت له هغه مقدار ناخالصو عوایدو څخه دی، چې په عوایدو د ماليې لګونې په قانون کې راغلو ټولو کسراتو او د ماليې اړوندو معافیتونو په نظر کې نیولو سره، پر سهامي او محدودالمسوولیته شرکتونو او ادارو باندې لګول کېږي.

د حکمي اشخاصو، سهامي او محدودالمسوولیتو شرکتونو او نورو حقوقي بنسټونو د ماليې وړ خالصو عوایدو باندې هر مالي کال کې ۲۰٪ مالیه راځي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام