۱۳کلنه ناوې: د سلام‌وطندار راپور زما ژوند کې مثبت بدلون راوست

۱۳ کلنه وږمه د واده له شېبو راهیسې د خاوند په کور کې تر یو کاله پورې له سخت زور ـ زیاتي سره مخ وه؛ خو د سلام وطندار له یو راپور خپرېدو وروسته یې ژوند مثبت بدلون وکړ.

د سلام‌وطندار سیمه‌ییز خبریال د دغه نجلۍ له ژونده راپور خپور کړ.

وږمه چې اوس‌مهال په «امن خونه» کې ژوند کوي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، له دې سره د زور ـ زیاتي په اړه د سلام وطندار د راپور له خپرېدو وروسته د سیمه‌ییزو چارواکیو او د ښځو مدافع ډلو پام ور واوښت او په ژوند کې يې مثبت تغیر راغی.

وږمه زیاتوي، د سلام وطندار د راپور له خپرېدا وروسته ورته د چارواکيو پام ورزیات شو او دا فرصت په لاس ورغی، چې د مېړه له کوره نسبت په «امن خونه» کې خوندي ژوند کوي.

وږمې په موسکا او خوشاله څېره کې سلام وطندار سره په خبرو کې زیاته کړه، چې په خورا هیله مندۍ ژوند ته دوام ورکوي او زیاتوي، چې راتلونکي کې به د مېرمنو له پاره عدالت غوښتنه کې، چې خوشاله ژوند وکړي.

هغه چې اوس د بغلان په «امن خونه» کې شپې او ورځې تېروي، له هغو ښځو سره چې ورته تاوتریخوالي سره مخې شوې وي؛ د مبارزې په پار مرسته کوي.

دی له ټولو هغو ښځو او نجونو غواړي، چې د خپلو غږونو د رسنیزولو له پاره دې له رسنیو سره اړیکه ونیسي او خپل غږ دې اوچت کړي.

په ورته وخت کې د بغلان د ښځو چارو رییسې خدیجې یقین سلام وطندار ته ناوړه دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ستر لاملونه وبلل او د کورنیو له مشرانو یې وغوښتل، چې د خپلو اولادونو حقونو ته پام وکړي.

وږمه چې اوس ۱۴ کاله عمر لري، یو کال مخکې د خپل پلار له لوري د اقتصادي ستونزو له امله یو ۱۷ کلن هلک ته په نکاح شوې وه، چې د خسر د کورنۍ له خوا د ګرمې شوې اوسپنې په واسطه د سوځولو تر څنګ یې وېښتان  ویستل شوي وو او په وسلې پر مخ وهل شوې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام