د هلمند د ۶ ولسوالیو اوسيدونکي: د طالبانو له خوا د لارو بندول سخت ځورولي یو

  

د هلمند ولایت لسګونه موټر چلوونکي او سلګونه د سیمې اوسیدونکي وايي، چې له څه مودې راهیسې يې د وسله والو طالبانو له خوا د دوی د تګ راتګ مهمې لارې بندې شوې دي او له دې امله هره ورځ له سختو کړاونو سره مخ دي.

دوی وايي، د خپل ضرورت رفع کولو له پاره مجبور دي، چې د لسو دقیقو مستقیمه او اسانه لاره د امنیتي ستونزو له امله کږه کړي او د نورو خواو څخه له ساعتونو مزل وروسته خپل هدف ته ځان ورسوي.

د ناوې، نادعلي، ګرمسیر، خانشین، دیشو او مارجې ولسوالیو اوسیدونکي زیاتوي، چې د وسله‌والو له خوا يې ټولې لارې د ځمکني ماینونو په واسطه پوښل شوې دي.

دوی له وسله‌والو طالبانو وغوښتل، چې د عامو خلکو پرمخ دې ستونزې نه جوړوي، ځکه پر وینا يې په کږو وږو لارو د موټر تګ د زیاتو موټرو د چپه کېدو لامل هم شوي دي.

اوسمهال د یادو ۶ ولسوالیو د لارې بندېدو له امله ۳۰ دقیقې لاره په ۴ ساعتونو کې وهل کيږي او د ۵۰ افغانیو کرایه ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هلمند والي حیات‌الله حیات هم د خلکو ستونزې مني او وايي، چې د میوند قهر په نوم دویم پوځي عملیات به ډېر ژر پېل شي، تر څو هغه ولسوالۍ ، چې وسله‌وال طالبان پر حاکمیت لري بېرته د دولت تر ولکې لاندې شي.

د هغه پر خبره د دغو عملیاتو په نتیجه کې به ناوه، ګرمسېر، نادعلي، مارجه او د لښګرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه هم د وسله والو طالبانو له منګلو خلاصه شي.

حیات زیاتوي، چې اوسمهال د دغو عملیاتو پر پلان باندې کار روان دی او له ولسونو سره هم خبرې شوې، چې څلور ورځې وروسته به یې پېل کړي.

خو د وسله‌والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا سلام وطندار سره د ټېلفوني اړيکې پر مهال ویلي، چې دوی لويې لارې د ملکې خلکو پر مخ خلاصې کړې دي، خو دولتي چارواکي پر دغو لارو تګ راتګ نه شي کولای.

د هلمند د جنوبي ولسوالیو اوسیدونکي په داسې حال کې د لويو لارو د بندېدو له ستونزو کړيږي، چې ویل کیږي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د ځمکني ماینونو او لویو لارو د بندیدو له امله شاخو ۱۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر۱۰ ډیر یې ټپيان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام