د ښار جوړونې وزارت چارواکي د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د څښاک اوبو د سترې شبکې له جوړېدو خبر ورکوي.
ټاکل شوې د اوبو رسولو دا شبکه په یوه کال کې بشپړه شي.
د اوبو رسولو دا جوړیدونکې شبکه به ۳ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
د پل علم ښاروال انجنیر نصیراحمد للیزي ددې شبکې پرانیست غونډې پر مهال وویل، چې د دې پروژې له بشپړیدو سره سم به په پل علم ښار کې ۸۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه و رسول شي.
للیزي زیاته کړه، چې په دې پروژه کې درې ژورې څاګاني، یو جنراتور، دوه د اوبو پمپونه، له څاګانو تر زیرمې پورې د ۲،۴ کیلومتره نل پایپونه، د ۱۲۰۰ متره مکعبه اوبو په ظرفیت دوه سترې زیرمې شامل دي.
هغه زیاته کړه، چې د لومړي ځل له پاره د افغانستان د ښار جوړونې وزارت له لوري د ۶۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په تر څ کې د څښاک پاکو اوبو شبکې جوړه او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.
غونډې ته د لوګر والي محمد حلیم فدایي وویل، د اوبو دا شبکه د پل علم ښار ټولو سیمو ته اوبه نه شي رسولی بلکې د دویم فاز د جوړیدو له پاره هم د ښار جوړونې وزارت ژمنه کړې.
د پل علم ښاریان هم له دې پروژې خوښ دي، چې د لومړي ځل له پاره ورته د پاکو اوبو سیستم جوړیږي، خو دوی دولت ته وړاندیز کوي چې ددې پروژې کمیت او کیفیت ته پوره پام وکړي.