په افغانستان کې د زعفرانو کښت ۸۰ سلنه زیات شوی دی

د زعفرانو قیمتي بوټی، چې په نړۍ کې د سرو زرو په نوم یادېږي؛ په ورستیو کلونو کې یې کرکیله د افغانستان په یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه په هرات کې تر ډېره دود شوې ده.

اوس چې د زعفرانو راټولولو موسم دی، د هرات کرنې ریاست د کروندګرو هڅونې په موخه او نړیوالو ته د دغه قیمتي بوټي ورپېژندلو له پاره د زعفرانو ګل دویمه ملي جشنواره په دغه ولایت کې جوړه کړه.

په دې ملي جشنواره کې د کرنې او مالدارۍ وزارت معین عبدالقدیر جواد وویل، چې په هېواد کې د زعفرانو کرنه د تېرو دوو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي. 

د جواد پر وینا، افغانستان کې اوس پر څه د پاسه ۲ زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي؛ په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې د هېواد په کچه پر ۱۲۰۰هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي وو.

د کرنې وزارت معین وویل، دغه وزارت د زعفرانو کرکیلې زیاتېدو په اړه پنځه کلنه ملي کړنلاره چمتو کړې ده.

د کرنې وزارت وايي، د نوې کړنلارې له مخې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د زعفرانو کرکیله له ۲ زرو هکټارو ۴ زره هکتاره ته پراخه شي او تولید به یې له ۵ ټنو ۱۶ ټنو ته لوړ شي. 

د دې وزارت معین وویل، تېر کال له څلورو تر پنځه نیمو ټنو پورې زعفران ترلاسه شوي، چې له دې اندازې ۲ ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.

جواد وايي، چې د افغانستان زعفرانو ۹۰ سلنه په هرات کې تولیديږي.

په ورته وخت کې د هرات والي محمد اصف رحیمي دغه ولایت د زعفرانو پلازمېنه بولي او وایي، ټاکل شوې د کرنې وزارت په هرات کې د زعفرانو کیفیت کنترول لابراتوار جوړ کړي.

په دې جشنواره کې د هرات د کرنې ریاست معاون بشیر احمد احمدي وویل، چې سږ کال د دې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پر ۲ زره ۵۴۶ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.

دی وايي، تېر کال په دې ولایت کې په ټولټال ۹۶۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي وو.

د هرات د کرنې مرستیال رییس بشیر احمد احمدي وویل، د دوی موندنې ښیي، چې سږکال په دغه ولایت کې ۶ ټنه زعفران را ټول شوي دي او اوسمهال په دغه ولایت کې له لس زره ډیرې کورنۍ د زعفرانو پر کرکیله بوختې دي، چې د دوی عاید په کال کې له ۸۰۰ میلیونو افغانیو ډېر اټکل شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام