کیسه :

فلم د یوه ښکاري کیسه ده، چې له خپلو ملګرو سره ځنګله ته د اېږو د ښکار لپاره ځي، هلته د فلم اتل ګلاس (لیونارډو ډیپریسیو) له خپلې ډلې سره لفظي شخړه کوي، بیا د یوې ایږې ښکار ته ځي، هغه وهي او ژوبلوي، د ډلې بل مشر پرېکړه کوي چې دوه کسان دې ټپي سره پرېږدي او نور ترې لاړ شي، دی به هغوی انتقال کړي، په ډله کې د پيسو په بدل هغه کس پاتې شي چې ګلاس ورسره لفظي شخړه کړې وي، هغه ورسره ټګي وکړي، د ګلاس زوی ووژني او دی همدلته پرېږدي، هلته خپلو ملګرو ته ووایي چې ګلاس ګني مړ شو او ما پرېښود، ګلاس په ډېرو ستونزو او کړاونو بلاخره خپل ځای ته ځان ورسوي او هماغه کس ووژني چې ده سره یې ګټي کړې وه او زلمی زوی یې ورته مړ کړی و.

تبصره :

فلم پر همدې نوم یوه ناول باندې جوړ شوی دی او په زړه پورې خبره دا ده چې د (ټيټانیک او ګریټ ګیټس بای) غوندې مشهورو فلمونو ستوری ( لیونارډو ډيپریسیو) په ژوند کې لومړي ځل لپاره همدې فلم کې د غوره لوبغاړي جایزه اخیستې.

د فلم کیسه که څه هم مختصره ده، لیدونکی زر پوهیږي چې د فلم پای به څه وي، ځکه په لومړیو کې ټولې پېښې وشي او وروسته بیا یوازې دا پاتې وي چې اتل له هغه ټګجن انسان نه خپل بدل واخلي.

خو په فلم کې تر ټولو مهم توکی د لیونارډو تمثیل دی، ځکه په ټول فلم کې ګلاس یوازې څو ځایه څو متخصرې خبرې کړي دي او نور ټول فلم کې ده په خاموشه خوله تمثیل کړی، په زړه پورې دا ده چې دده د څېرې حرکات لیدونکي ته سره د خبرو حاجت نه پرېږدي او یوازې په همدې پوهیږي چې څه روان دي.

فلم ټول په اصلي لوکیشن کې د ژمي په موسم کې جوړ شوی دی، د طبیعي رڼا کمښت ددې لامل شو چې د فلم جوړېده ۹ میاشتې وخت ونیسي، په فلم کې تر ټولو ډېر تمرکز په هیرو کیږي، دا چې لونارډو ولې ددې فلم لپاره د اسکار سینمايي جایزه اخیستې، خپله دی وايي چې (راستنیدونکی یا دي ریویننټ) یې د فلمي دندبهیر تر ټولو سخته تجربه وه.

ددې فلم لپاره لونارډو اړ شوی چې د مېښې خام ځيګر وخوري، د امریکا دوه لرغونې ژبې زده کړي، د اور بلولو په طریقو پوه شي، واورو او یخ موسم کې وګرځي، ګیاوې وخوري او د پخوانیو خلکو کړه وړه زده کړي.

په فلم کې بله ځانګړتیا د پخوانیو خلکو د ژوند طریقې دي، مثلاً هغه خلکو طبیعي حوادثو سره څه ډوله مبارزه کوله؟ هغوی د ژوند تېرولو لپاره څه کاروبار کاوه؟ له یخنۍ د بچ کېدو لپاره یې څه کول؟ د ټپونو رغېدو لپاره یې څه کول؟ او داسې نورې ډېرې صحنې راغلي چې د لرغونو انسانو سخت او له کړاوه ډک ژوند په کې ښودل شوی دی.

که څه هم د ریونینټ په پرتله د ګریټ ګیټس بای کیسه ډېره په زړه پورې ده، خو په دا چې دې فلم د اسکار درې جایزې ( ښه لارښونې، ښه تمثیل او ښه تصویر اخیستنې) اخیستي؛ نو دا ښيي چې د فلم کیسه ډيره د پاملرنې وړ هم نه ده ګڼل شوې.

بل جالب ټکی دا دی چې په فلم کې ښځینه هېرونه نشته، يوازې یوه نجلۍ شته چې دیر سطحې رول ورکړل شوی دی، هغه داسې چې د یوې قبیلې د یوه مشر لور ورکه شوې وي، دوی فکر کوي چې هغه چا تښتولې ده، هر څوک چې ګوري جنګ ورسره کوي، تر دې چې ګلاس په یوه ځای کې هغه نجلۍ پیدا کړي، له خلکو یې وژغوري او په وروستۍ صحنې کې د هماغې نجلۍ پلار د ګلاس دښمن ووژني.

دي ریوننټ په ټوله کې د یوه مبارزه انسان کیسه ده، په لیدو یې دا احساسیږي چې که انسان په هر حالت حوصله وساتي او یو مرام ولري؛ نو له ډېرو سحطي طبیعي وسایلو پر مټ هم ورته رسیدای شی.

فلم پېژندنه :

فلم : The Revenant

لارښود: الخاندرو ګونسالسن ایناریتو

لیکوال: مارک ایل. سمیت

ماخذ: په همدې نوم د مایکل پانک ناول.

لوبغاړي: لیونارډو ډی کاپریو – ټوم هارډي – دامنل ګلیسون – ویل پولتر

عکاسي: امانویل لوبزکي

د خپریدو نېټه : ۱۵ دسمبر ۲۰۱۵

موده : ۱۵۶ دقیقې

هیواد: امریکا

ژبه : انګلیسي

لګښت: ۱۳۵ میلیونه ډالر

عاید: ۴۳۰،۵ ملیونه ډالر

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام