
د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت د شاه ولی کوټ ولسوالۍ یو کیلومټر پوخ قیر شوی سړک ویجاړ کړی دی، چې دې ستونزې موټر چلوونکي او ولسي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو تېره شپه د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په اندران سیمه کې یو کیلومټر پوخ سړک د تراکتورنو په وسیله وران کړی دی.
د خپلواک په خبره، امنیتي ځواکونو د سیمې له خلکو سره په سلا مشورې په دې سیمه کې د طالبانو د ورکولو له پاره عملیات پیل کړي دي.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې د سیمې خلک هم هڅه کوي، چې د مضرو خلکو مخه ونیسي.
په ورته وخت کې د کندهار مدني فعالان د طالبانو دغه کار غندي او وايي، چې سړک، ښوونځي، پلونه او پلګوټي عامه شتمنۍ دي او هېڅ د دې حق نه لري، چې ویجاړ یې کړي.
د سمون مدني ټولنې رییس غلام محمد معصومي وايي، د سړکونو او واټونو په تخریب سره یوازې ولس زیان ویني.
له دې مخکې وسله والو طالبانو د کندوز ولایت د علی اباد او چهاردرې ولسوالیو درې کیلومټره سړک ویجاړ کړی و.





