سلام وطندار هغه اسناد پیدا کړي، چې ولسمشر غني د ملي وحدت د حکومت له پیل څخه تراوسه، د طالبانو له خوا د کندوز ولایت نیولو، د فرخندې د وژل کیدو په اړه څیړنه، د جلریز پیښه، د شاه شهید پیښه او دې ته ورته د نورو پیښو له پاره ۶۱ کمیسونونه ټاکلي دي.
د ملي وحدت د حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته هیوادوال او په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل اوسېدونکو د چاودنو، نا امنيو او د جنايي پېښو شاهدان وو.
ولسمشر محمد اشرف غني هم ددې پېښو ځېنو مهمو هغو ته د څېړنو له پاره حقیقت موندنې کمېسيونه وګمارل، خو ددې کمېسيونو اکثره پایلې تر اوسه نه دي روښانه شوي.
ارګ ته یوې نږدې سرچينې چې په ګوزارش کې د نوم یادولو یې ډډه کوله سلام وطندار ته وویل ولسمشر غني تر اوسه د مهمو پېښو د څېړنو له پاره ۶۱ کمېسيونونه ټاکلي دي.
د طالبانو په لاس د کندوز سقوط، د فرخندې د وژنې له پاره، په جلریز کې له ۲۰ زیاتو سربازانو سرپرېکولو، د شاه شهید بې مخينې پېښې په اړه، د میدان وردګ له نظامي اکاډمۍ د تازه فارغيو شویو پولیسو پر کاروان برید، د ولسي جرګې د لومړي معاون حاجي ظاهر څرګندونو، دکابل بانک کړکیچ په اړه، د خیالي مکتبونو، د هوشمند پروژې، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې د ځانګړې قطع په ریاست برید، په روښاني غورځنګ برید له هغو مهمو پېښو څخه وو چې ولسمشر یې په اړه د څېړنو له پاره ځانګړي کمېسيونونه ټاکلي وو.
په ورستيو هغو کې د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځي چورلکې د ناستې په اړه کمېسيون و چې د ملي وحدت د حکومت له خوا ټاکل شوی و.
مدني فعالان وايي، چې د ځینو دلایلو پر بنسټ دغه کمېسيونونه نه دي توانیدلي چې د یادو پېښو په اړه هر اړخیز معلومات ټول او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
مدني فعال هارون معترف سلام وطندار ته وویل، حکومت د کمېسيونونو د پایلو په عملي کولو کې تر اوسه ناکام پاتې دی.
"د ریښتیا پټولو له پاره یو ډول دولتي فرهنګ دکمېسيونونو په جوړولو سره دوديږي. د حقیقت موندنې کمېسيونه د ریښتیا موندنې په بهانه جوړيږي خو له بده مرغه په مشرۍ کې یې داسې اشخاص ټاکل کيږي چې هغه د قدرت پورې تړلي څېرې وي، په حقیقت کې مونږ ددې کمېسيونونو څخه تر اوسه هیڅ ډول پایله نه ده کتلې."
د مدني فعالانو له ډلې یو بل غړی عمر احمد پرواني هم سلام وطندار ته وویل، چې د حکومت نه پاملرنې او د حقیقت موندنې کمېسيون له پاره حکومت ته وفادار اشخاص ټاکل د دې سبب شوی چې دخلکو او حکومت ترمنځ فاصله زیاته شي.
د پرواني پر خبره، خلک له حکومتي کمېسيونونو هيڅکله د لومړي لاس ریښتیا پایلو شریکولو تمه نه لري.
خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې مهمې پېښې هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري او حکومت په همدې موخه د تجربه لرونکو افرادو څخه کمېسيون ټاکي.
" هره پېښه چې رامنځته شي، څېړنې ته اړتیا لري، پرته له څېړنې نه شي کېدلی چې پرېکړه وشي او ګام واخیستل شي، د کمېسيونونو له ټاکنې اصلي هدف د پېښو هر اړخیزه څېړنه ده چې راپور یې حکومت ته وړاندې کړي او د هغې په رڼا کې حکومت یوه پرېکړه وکړي. "
خو د هرڅه سره سره تر اوسه یواځې د کندوز د سقوط په اړه ټاکل شوي کمېسيون خپلې موندنې د یو خبري کانفرانس له لارې شریکې کړي او د ۲ سوه پاڼو په لرلو سره یو ګوزارش یې حکومت ته وړاندې کړ.
همدا ډول د فرخندې د وژلو د پېښې په اړه له ۲ اونيو پلټنو وروسته حقیقت موندونکي کمېسيون ښکاره کړه، چې هغه بې ګناه وه. د جلریز د پېښې په اړه کمېسيون له ۲ میاشتو پلټنو وروسته په ډاګه کړه چې د پېښې اصلي علت د پوځي چارواکو بې غوري د پېښې اصلي علت و خو بیا یې هم د تورنو اشخاصو نومونه په ډاګه نه کړل.