طالبانو په خان‌اباد او چهاردرې ولسوالیو د برید له امله د کندوز – تخار لویه لار تړلې

وسله والو طالبانو نن (چهارشنبه) ګهیځ له څوو خواوو پر خان اباد او چهاردرې ولسوالیو او د کندوز او  شېرخان بندر پر لویه لار بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د کندوز ــ تخار،  کندوز شیرخان بندر او د کندوز او چهاردرې ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لارې د ټرفیکو پرمخ تړل شوي دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري سلام وطندار ته وویل، وسله والو طالبانو د کندوزــ تخار د لویې لارې په ټولو امنیتي پوستو او د دغه ولسوالۍ په مرکز ډ‌له ییز بریدونه کړې اوس هم جګړه دوام لري.

نوموړی وايي، لا هم د کندوز ـ تخار لار تړل شوې، خو خلک د خان اباد او علي اباد له لارې تګ را تګ کوي.

د خان اباد ولسوال د تازه دمو ځواکونو د وراستولو غوښتنه کوي.

له بلې خوا د نښتو دوام او د لارو بندیدو د کندوز او تخار عام خلک اندېښمن کړي او وایي په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، په دې ولسوالۍ کې اوسمهال تیت پرک جګړه دوام  لري او زیاتوي، طالبانو د الچین پل د ویجاړولو په موخه چې کندوز له شیرخان بندر سره نښلوي له دوو خواوو بریدونه وکړل، خو د دې پل د ساتنې له پاره پوره امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

نوموړی خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو د شنډولو له پاره پوره چمتووالی لري او هغوی به له منځه یوسي.

جنګل باغ وايي، په دې نښته کې ۱۸ طالبان د دوی د مشهور قوماندان ذبیح الله په شمول وژل شوي دي.

طالبان داسې مهال د کندوز خان اباد ولسوالۍ د سقوط په موخه ډله ییز بریدونه کوي، چې یوه میاشت وړاندې د دې ولایت  کلای زال ولسوالۍ طالبانو ونیوله اوس هم  د دوی په ولکه کې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام