
د دایکندي ولایتي شورا یو غړی او د دې ولایت ځینې مدني فعلان وايي، چې د معصومه مرادي مېړه د خپلې مېرمنې له صلاحیتونو په استفادې د ولایت په چارو کې لاسوهنه کوي.
د دوی په خبره، د والڼې مېړه خلیل پیلوټ د ولایت مقام زیاتو اسنادو ته لاس رسی لري.
د ولایتي شورا غړې سمیه محمدي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، له هغې چې معصومه مرادي د دې ولایت د والڼې په توګه ګومارل شوې ده، د ولایتي ادارې زیات شمېر اداري چارې د نوموړې د خاوند تر اغیز لاندې دي.

مېرمن محمدي وايي، خلیل پیلوټ په ګومارنو کې هم لاس لري او اجازه ونه ورکوي، چې وړ کسان په ولایتي اداره کې په دندو وګومارل شي.
مدني فعال سخي سعادت خلیل پیلوټ په دې توروي، چې خپل مخالفان ګواښي او څوځلې یې دغه کار کړی دی.
رضا واحدي ورځپاڼه لیکوال او فرهنګي فعال له مرکزي حکومته غواړي، چې په ولایتي اداره کې د نامسوولو کسانو د لاسوهنو مخنیوی وکړي او زیاتوي، د والڼې مېړه د والي د منشي په دفتر کې ناست وي او مدام امرونه صادروي.
په ورته وخت کې د دایکندي والڼه دغه ادعاوې ردوي او وايي، چې خاوند یې په رسمي چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي او زیاتوي، چې د ځینو خلکو شخصي غوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی اوس غواړي، چې په خلاف یې توطیه جوړه کړي.
همدا راز خلیل پیلوټ له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ټول دغه تورونه بې بنسټه دي او وايي، چې کلونه کېږي په کابل کې استوګن دی او د خپلې مېرمنې په رسمي چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې.





